BBC
 شاته

سعودي چارواکي:" پر مکه معظمه ترهکریز عمل شنډ شوی دی"

المسجد الحرام د انځور حقوق Reuters

د سعودي عربستان کورنیو چارو وزیر وايي، د دوی امنیتي ځواکونو پر مکه معظمه یې یو ترهګریز عمل شنډ کړی دی.

مکه شریفه کې چې د مسلمانانو تر ټولو سپېڅلی ځای دی داسې برید بې ساری دی.

د سعودي دولتی تلویزیون وايي یوولس کسان د هغې ودانۍ په نړېدو کې ټپیان شول چې ځانمرګي بریدګر پکې ځان منفجر کړ.

د کورنیو چارو وزیر وویل، پنځه نور شکمن اورپکي یې بندیان کړي دي.

دې شپو ورځو کې په میلیونونو مسلمانان مکه معظمې کې په عبادت بوخت وي.

دا خبر به وروسته بشپړ شي.