د افغانستان پارلماني ټاکنې راتلونکی کال کېږي
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوې خبري ناسته کې نن د چنګاښ ۱، اعلان وکړ چې راتلونکی ۱۳۹۷کال د چنګاښ پر۱۶ به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې وشي.
تر دې وړاندې افغان حکومت اعلان کړی و چې ټاکنې به په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې ترسره شي چې د سږ هجري کال مرغومي میاشت کې پای ته رسېږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر نجیب الله احمدزی وايي دا وار به ټاکنې د افغانستان له خپلې بودیجې سمبالېږي او دولت ورته بشپړ تیاری نیولی دی.
وړاندې تر دې ټاکنې د بهرنیو مرستو پرمټ وې. دا وار کمیسون وار له مخه خبرداری ورکړ چې د لاس وهنو مخنیوی به کوي.
- ''د افغانستان راتلونکې ټاکنې به رڼې وي''
- پارلماني ټاکنې: ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې مرسته غوښتې
- ستاسې غږ- ولې امريکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې افغانستان لپاره مهمې دي؟
ښاغلی احمدزی وايي: "همکاري او لاس وهنه جلا جلا کارونه دي. موږ به هېڅ چاته په راتلونکو ټاکنو کې د لاس وهنې حق ور نه کړو".
افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازۍ، یوناما د ټاکنو د نېټې د اعلان هرکلی کړی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي هم نن په یوه خبري غونډه کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د نېټې د اعلان هرکلی وکړ.
ښاغلي مرتضوي د روڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د حکومت پر هوډ ټینګار وکړ او د ولسمشرغني غوښتنه یې له سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو څرګنده کړه چې وايي ټاکنو کې فعاله ونډه واخلي او پر دغه بهیر دې خپل څار جدي کړي.
- ستاسې غږ- څرنګه افغانستان کې ښې ټاکنې کېدی شي؟
- م.م- نوماندان باید اعلانېدونکې پایلې ومني
- م. م- ټاکنيز کمېسيونونه دروند مسووليت لري
د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د ۲۴۹ څوکیو لپاره وي چې د هر ولایت د نفوس د انډول په پام کې نیولو سره، نژدې هر ولایت ته دوې څوکۍ ځانګړې شوي دي.
ولایتي شوراګانو د څوکیو شمېر د هماغه ولایت د نفوس د شمېر پر بنسټ ټاکل کېږي. هره ولایتي شورا له ۷ تر ۳۱ څوکۍ لري.
د ټاکنو د قانون پر بنسټ افغانستان کې د ولسي جرګې او سیمه ییزو شوراګانو ټاکنې پر یوه ورځ کېږي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر زیاته کړه ټاکنې د افغانستان په تاوتریخجن جګړه ییز حالت کې کېږې، حتماً له ننګونو او ستونزو سره به مخ وي خو کمیسیون به هڅه کوي دا ځل له تخنیکي پلوه پیاوړی وي او د هر ډول درغلیو مخه ډب کړي.
افغان ولسي جرګه چې کاري موده یې کال وړاندې پای ته رسېدلې د ولسمشرغني په ځانګړي فرمان خپلې چارې مخ ته وړي خو ډېرو ته اوس هم د نیوکې پلمه ده چې ګواکې ولسي استازي په ناقانونه موده کې کارونه کوي او باید ژر تر ژر ټاکنې وشي.
بله خوا د سیاسي ثبات لپاره د پارلمان حضور اړین یادوي چې د نظام ټینګښټ په کې لړزان نه شي.