BBC
 شاته

افغانستان د کرېکټ بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
لندن کې د افغانستان کرېکټ ته د بشپړغړيتوب ورکولو شېبه

لندن کې د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان او ایرلڼد لوبډلو ته بشپړغړیتوب ورکړ چې ورسره یې د تېسټ لوبو دریځ هم خپل کړ. افغانستان له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوله چې د کرېکټ په ډګر کې دغه دریځ خپل کړي.

اوس افغانستان نه یوازې دا چې د ټېسټ دریځ خپل کړ او له لویو لوبډلو سره يې د لوبېدو چانس ډېر شو بلکې د کرېکټ د غوړېدو لپاره به د کال شاوخوا ۵۰ میلیونه ډالر هم له ای سي سي تر لاسه کوي.

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني ټولو افغانانو ته د کرېکټ نړیوالې شورا کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب مبارکي ورکړې ده.

له دې پرېکړې سره د هغو هېوادونو شمېر چې د نړيوال کرېکټ په لوړه کچه لوبېږي، ۱۲ ته وخوت.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل بي بي سي سره مرکه کې افغانستان کې د وروستیو پېښو قربانیانو سره له غمشریکي وروسته د دغه پرمختګ لپاره د افغانستان کرېکټ مینه والو ته مبارکي ورکړه.

د انځور حقوق Getty Images

ښاغلي مشعل د نورو په ګډون له ولسمشر اشرف غني هم مننه وکړه چې ونډه یې درلوده او له دوی سره یې په دې بهیر کې مرسته کړې ده.

افغانستان اوسمهال د يو ورځنيو لوبو درجه بندۍ کې پر لسم ځای دی، چې دې وروستيو کې يې د شلواوريزو سياليو اتل وېسټ انډيز سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ برابره کړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د کرېکټ نړیوالې شورا ته د بشپړ غړیتوب د دریځ لپاره بشپړ اسناد په روانه میاشت کې استولي ول.

د بشپړ غړیتوب ترلاسه کول څه اهمیت لري؟

  • د کرېکټ د نړیوالې شورا، ای سي سي غړیتوب سره به د مهمو پرېکړو پر مهال افغانستان د نظر ورکولو حق ولري او غږ به یې اورېدل کېږي.
  • همدارنګه د قوانینو او لوبو په تړاو مسلو کې به افغانستان هم خپله رایه کارولی شي او یا اعتراض کولی شي.
  • د دې ترڅنګ له اقتصادي پلوه هم ای سي سي کې بشپړ غړیتوب، د افغانستان د کرېکټ بودیجه لسګونو میلیون ډالرو ته لوړولی شي.
  • د لوبې کولو د موقو له اړخه به هم افغان لوبغاړي د نړۍ د ډېرو مهمو او تکړه لوبډلو سره د لوبې کولو چانس ومومي.
کوم هېواد کله د ای سي سي بشپړ غړیتوب ترلاسه کړی
انګلستان (بنسټ اېښودونکی غړی) ۱۹۰۹
اسټرالیا (بنسټ اېښودونکی غړی) ۱۹۰۹
جنوبي افریقا (بنسټ اېښودونکی) ۱۹۰۹
هند ۱۹۲۶
نیوزیلنډ ۱۹۲۶
ویسټ ینډیز ۱۹۲۶
پاکستان ۱۹۵۲
سري لانکا ۱۹۸۱
زمبابوې ۱۹۹۲
بنګلادېش ۲۰۰۰
افغانستان ۲۰۱۷
ایرلنډ ۲۰۱۷

د افغانستان چټک پرمختګ

کرېکټ کې د افغانستان پرمختګ خورا چټک او بې ساری و. د دغه هېواد د کرېکېټ بورډ يوازې ۱۹۹۵ کال کې پښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو له لوري جوړ شوی و.

  • په ۲۰۰۴ کال کې یې د اسيا کرېکټ شورا کې لومړۍ سيالۍ وکړې، شل اوريزو نړيوالو اتلوليو کې يې لومړی ځل ۲۰۱۰ کې ګډون وکړ.
  • په ۲۰۱۱ کال کې د يو ورځنيو نړيوالو سياليو بشپړ دريځ ته ورسېد، او په ۲۰۱۳ کال کې د کرېکېټ نړيوالې شورا اسوشيېټ يا شريک غړی شو.
  • په ۲۰۱۴ کال کې یې د هند، پاکستان، سريلانکا او بنګله دېش په ګډون د اسيا اتلولۍ کې سيالي وکړه، او بنګله دېش ته يې يوه لوبه کې ماته هم ورکړه.

افغان کرېکټ ملي لوبډلې تېرو څو کلونو کې اوچت ګامونه اخيستې، په ځانګړي ډول د تېر ۲۰۱۶ کال شل اوريزو نړيوالو اتلوليو کې چې هند کې کېدې، افغان کرېکټ لوبډله په کې سوپر ټن يا د سر لسو لوبډلو ته وخته او وېسټ انډيز ته يې هم ماته ورکړه، چې دغه هېواد يې درجه بنديو کې نور هم مخکې کړ.

ورو بالران راشد خان او محمد نبي چې دا څه موده مخکې يې د هند پرېمير ليګ کې لوبه کوله، ډېر ښه وځلېدل. راشد خان چې لومړی ځل په کې لوبېده، شپږم ډېر وېکټ اخيستونکی شو.

په ۲۰۱۵ کال کې يې په اسټراليا او نوي ژیلنډ کې د کرېټ نړيوالې اتلولۍ ته لار ومونده، او په پول اې کې يې له اسټراليا، نوي زيلنډ، انګلستان، سريلانکا، بنګله دېش او سکاټلنډ سره سيالۍ وکړې.

دواړه دا تېره موده وېسټ انډيز ته د لوبيز سفر پر مهال د يو ورځنيو لوبو درجه بندۍ کې د سر لسو ته وختل، او کله چې راشد خان ورسره د ۱۸ منډو بدل کې اووه وېکټې واخيستې، تاريخ کې يې د يو ورځنيو لوبو باولېنګ څلورم تر ټولو غوره ځای ونيو.

افغانستان د کرېکټ بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ د انځور حقوق Getty Images

پر ټولنیزو شبکو بېلابېل غبرګونونه:

د کرېکټ نړیوالې شورا پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي: د کرېکټ پوره غړیتوب لرونکو ډلو په کورنۍ کې افغانستان او ایرلنډ ته ښه راغلاست وایو.

محمد نبي:ډېر د خوښۍ خبر دی چې زموږ زیار او هڅو بالاخره ښه پایله ورکړه. دا افغانستان کې د کرېکټ راتلونکي لپاره ډېر ښه زېری دی.

اېلېزبېت امون د سپورت وتلې خبریاله وايي: افغانستان تر بلې هرې لوبډلې ډېر وړ وو او د کرېکټ نړیوالې شورا دې پرېکړې ته هر کلی وایم.

مېلېنډا فارېل لیکي: افغانستان ته دې مبارک وي. جګړه ځپلي ولس لپاره یو ښکلی خبر دی. دا د افغان لوبډلې لویه لاسته راوړنه ده.

د هند تکړه توپ وهونکی سارف ګنګولي: د کرېکټ نړیوالې شورا په دې پیاوړي ګام اخېستو ستایم. دا نړۍ کې د کرېکټ ودې یوازینۍ لار ده.