BBC
 شاته

امریکا له طالبانو د پاکستان، ایران او روسیې ملاتړ اندېښمنه کړې

. د انځور حقوق defense.gov
Image caption په رپوټ کې راغلي چې د طالبانو او حقاني شبکې په څېر وسلوالې ډلې په پاکستان کې لا هم پټنځي لري.

د امریکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرېس ته په تازه رپوټ کې له طالبانو او حقاني شبکې د پاکستان، ایران او روسیې پر ملاتړ اندېښنه ښودلې ده.

پنټاګون په مفصل رپوټ "افغانستان کې د امنیت او ټیکاو ښه والی" کې وايي، دا ملاتړ او په پاکستان کې د وسلوالو امن پټنځي د افغانستان امنیت ته لوی ګواښ دي او د ایتلافي ځواکونو ماموریت له ماتې سره مخ کولی شي.

په رپوټ کې راغلي چې د طالبانو او حقاني شبکې په څېر وسلوالې ډلې په پاکستان کې لا هم پټنځي لري.

ایکسپرس ټریبیون: طالبان د روسيې په ملاتړ وتوانېدل يوۀ کال کې دوه ځله کندز ونيسي

د طالبانو د "ملاتړ" له امله د سولې عالي شورا سلاکار له دندې ګوښه شوی

''د امریکا پر تله چین اوس پر پاکستان ډېر اغېز لري''

طالبانو سره د سولې لپاره افغانستان کې د سیاسي مشرانو "اجماع"

پنټاګون زیاتوي، د پاکستاني چارواکو دې نظر هم - چې افغانستان یې خاورې ته د وسلوالو د ور ننوتلو او د لال شهباز قلندر زیارت په څېر چاودنو د مخنیوي هڅه نه کوي- د سولې دوه اړخیزې هڅې زیانمنې کړې دي.

ایران

په دغه رپوټ کې ایران هم د افغانستان بدلونونو کې سیمه ییز لوبغاړی یاد شوی او زیاته شوې چې په افغانستان کې د نفوذ لپاره د ایران تمایل اوس هم " زیات" دی او تمه نه کېږي چې " کم" شي.

پنټاګون وايي، ایران هڅه کوي، له دولت سره د مشارکت، سوداګرۍ، کلتوري او مذهبی اړیکو له مخې دا نفوذ پراخ کړي.

" د ایران اصلي موخه داسې افغانستان دی، چې شیعه یان پکې امن، اقتصادي ګټې یې پکې خوندي او د امریکا شتون پکې ډېر کم شي".

د امریکا دفاع وزارت دا هم وايي، چې ایران په ورته مهال له طالبانو او حقاني شبکې سره مرسته کوي.

" د ایران دا ملاتړ د افغان حکومت باور له پوښتنې سره مخ کوي او د سیمې وضعیت بې ټیکاوه کوي او له افغانستان سره د ستراتیژیکو همکاریو تړون په مخ کې خنډونه پیدا کوي".

پنټاګون وايي، ایران په رسمي ډول د دغه کار ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دا هڅې یې په سیمه کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د پراختیا په مخنیوي کې مرسته کوي.

په رپوټ کې د ایران د چابهار بندر پاختیا ته اشاره شوې او پکې راغلي چې د کابل او تهران ترمنځ همکاري ممکن افغانستان ته ګټه وبلل شی، خو په ورته مهال امکان شته چې ایران یې د خپلو شرایطو د تپلو لپاره پر کابل د فشار اچولو د اړم په توګه وکاروي.

روسیه

د پنټاګون رپوټ کې رسیې ته هم اشاره شوې او لیکلي یې دي، له کابل سره د مسکو اړیکي هغه مهال له ستونزو سره مخ شول، چې کرملین له طالبانو سره د خپلو اړیکو خبره ډاګیزه کړه او د ایتلافي ځواکونو د وتلو په هکله یې د طالبانو د دریځ ملاتړ هم وکړ.

په رپوټ کې د افغانستان په هکله د څو اړخیزو ناستو د جوړولو لپاره د روسیې د هڅو یادونه شوې ده.

چین

د امریکا دفاع وزارت په رپوټ کې د چین یادونه هم شوې ده چې د افغانستان په پوځي، اقتصادي او سیاسي برخه کې هڅې زیاتوي.

پنټاګون وايي، دوه لاملونه چین هڅوي چې افغانستان کې رول زیات کړي، یو دا چې له کورنیو امنیتي اندېښنو وېرېږي او فکر کوي چې افغانستان کې تاوجن توندلاریتوب دغه هیواد ته هم رسېدلی شی.

بل دا چې په سیمه کې د خپلې پانګونې د خوندیتوب لپاره چین په افغانستان کې هڅې ډېرول د ځان په ګټه بولي.

هند

د پنټاګون رپوټ کې هند د افغانستان "تر ټولو باورمن" سیمه ییز شریک بلل شوی چې په ډېرو افغان پراختیايي پروګرامونو کې ونډه لري.

پنټاګون وایي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له وسلوالو سره د مقابلې نازک پړاو کې دی.

د رپوټ له مخې، هغه پروګرام پلی کېدونی دی چې دا ځواکونه به د چټک غبرګون او ډېر ځواک پر پوځیانو بدل کړي.

خو دا هم وايي، چې سږ کال د شرایطو جوړولو او چارو چټکولو کال دی.