BBC
 شاته

الجزایر: پر فیسبوک د لایکونو مین دوه کاله بندي شو

د الجزایر ډېری اوسېدونکو د یاد کس په اړه د محکمې پرېکړه ستایلې ده. د انځور حقوق FB
Image caption د الجزایر ډېری اوسېدونکو د یاد کس په اړه د محکمې پرېکړه ستایلې ده.

د الجزایر محکمې هغه سړی په دوه کاله بند محکوم کړی چې پر فېسبوک یې د لایکونو اخیستو لپاره کوچني ماشوم د دنګې ودانۍ له کړکۍ ځوړولی و.

یاد سړي، پر فېسبوک یو انځور خپرو کړي چې په کې یې له یوې دنګې ودانۍ کوچنی ماشوم ځړولی او ور سره يې لیکلي "که ۱۰۰۰ لایکونه مې تر لاسه نه کړل، دا ماشوم لاندې غورځوم."

پر فېسبوک د یاد انځور تر خپرېدو وروسته د خواله رسنیو کاروونکو، له ماشوم سره پر دې چلند، د یاد سړي د نیولو غوښتنه وکړه.

پولیس وايي، هغه یې د تېرې یکشنبې په ورځ د ماشوم ژوند د خطر په جرم نیولی دی.

د العربیه ټلوېزیون د خبر له مخې، یاد سړي په الجزایر کې د لوړپوړیزې ودانۍ له پنځلسم پوړه ماشوم را ځړولی و.

یوه ځايي ټلوېزیون ویلي، هغه سړی چې ماشوم یې له کړکی ایستلی و، د ماشوم پلار نه بلکې خپلوان یې دی.

د ماشوم پلار هم له محکمې غوښتنه کړی چې یاد سړی خوشې کړي، هغه یې له زوی سره یوازې ټوکې کولې.

قاضي یاد سړي ته خپله پرېکړه اورولې او ویلي يې دي چې له انځوره معلومېږي چې د ماشوم ژوند په خطر کې و.

پر یاد فیسبوکي پوسټ تر ۱۰۰۰ ډېر غبرګونونه راغلي چې ډېره برخه یې د غوسې هغه دي.

د الجزایر ډېری اوسېدونکو د یاد کس په اړه د محکمې پرېکړه ستایلې ده.