BBC
 شاته

داعش په موصل کې تاریخي النوري جومات "الوځولی"

عراقي ځواکونو دا انځور خپور کړی، چې وايي د جومات ودانۍ پکې ورانه ښکاري د انځور حقوق Iraqi Joint Operation Command
Image caption عراقي ځواکونو دا انځور خپور کړی، چې وايي د جومات ودانۍ پکې ورانه ښکاري

د عراق امنیتي ځواکونه وايي، داعش یا "اسلامي دولت" ډلې په موصل ښار کې تاریخي جامع جومات "وران " کړی دی.

نوري جامع جومات د موصل ښار لرغونی مسجد دی، د داعش مشر ابوبکر بغدادي پر ۲۰۱۴ کال له دغه جومات خپل خلافت اعلان کړ.

داعش دا رپوټ ردوي او وايي، د امریکا هوايي ځواکونو د دې ډلې د وسلوالو د بمبارولو پر مهال دا جومات هم وران کړ.

خو د عراق یو مهم قومندان وایي، کله چې حکومتي ځواکونه له داعش سره جګړه کې د جومات ۵۰ مترۍ ته ورسېدل، نو دې ډلې د جومات په ورانولو سره "دا تاریخي جنایت" وکړ.

د موصل ښار نوري جامع جومات او مناره یې په ۸ پېړۍ جوړ شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د جګړو پرمهال د جومات مناره کږه شوې وه.

د موصل تاریخي برخه د دې ښار مهمه برخه ده چې لا هم داعش سلوال پکې مقاومت کوي او د عراقي ځواکونو د پرمختګ مخه نیسي.

حکومتي ځواکونو تېره یکشنبه وویل، چې د ښار د دې برخې د نیولو لپاره د موصل عملیاتو وروستۍ پړاو پیل شوی دی.

د عراق په زرګونو دولتي ځواکونو، ور سره کورد پېشمرګو، عرب سني او عراقي شیعه وسلوالو د امریکايي سلاکرانو په همکارۍ او بمبار له تېر اکتوبر راهیسې د موصل د نیولو عملیاتو پیل کړي دي.

سره له دې چې تېرو شپږو میاشتو کې داعش د موصل له ختیځې برخې اېتسل شوی، خو د تاو راتاو کوڅو او تنګو سړکونو له امله یې له لوېدیځې برخې اېستل اسان نه ښکاري.

ورته مهال ملګري ملتونه داعش تورنوي، چې د ښار نږدې یو لک کسان د انساني ډال په توګه کاروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د موصل لوېدیځ د داعش او عراقي ځواکونو ترمنځ د خونړیو او ویجاړوونکو جګړو شاهد دی
د انځور حقوق AFP
Image caption د جګړو له کبله د موصل له زاړه ښاره ولسي وګړي وتلي دي