شاته

د سوریې جګړه؛ بمباریو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په سوریې کې ډاکټرانو خبر ورکړی چې په حلب ښار کې د چهارشبنې په ورځ د بیرلي بمونو تر څنگ د یو ډول گاز د استمال له کبله چې گمان کیږي کلورین وي لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي او ډیر نور د سالنډۍ سره مخامخ شوي دي.

د القدس په نامه د یو روغتون سرطبیب، حمزه خطیب رویترز خبري آژانس ته ویلي چې تردې برید وروسته دغه روغتون ته د څلورو کسانو مړي او پنځه پنځوس ټپیان انتقال شوي دي.

خطیب وویل چې هغه د ناروغانو د جامو او د بیرلي بم ټوټي د څېړنو لپاره د شواهدو په توګه ساتلي دي.

حلب د سوریې دویم ستر ښار و پنځه کاله وړاندې د کورنۍ جګړې له پیل سره سم د حکومت او مخالفو ډلو ترمنځ د نښتو په ډګر واوښت.

له ملکیانو څخه د دفاع یوې سوریایۍ ډلې چې د جنګیالیو تر کنټرول لاندې سېمو کې فعالیت کوي وايې چې تر هوایي برید وروسته یې د دریو کسانو د وژل کیدو او ۲۲ نورو د ټپي کیدو ارقام ثبت کړي دي.

یو تن چې د سوریې له ملکیانو څخه د دفاع ډلې نښان یې پر جامو ښکارېده رویترز خبري آژانس ته ویلي چې هلیکوپترو د زبیدیې ښار پر شاوخوا سیمو بیرلي بمونه غورځولي دي.

هغه وویل: " هلیکوپترې د زبیدیې په شاخوا سیمو باندې بمونه وغورځول او له څلورو بمونو څخه یو بم کلورین ګاز درلود چې په پایله کې یې دوه ماشومان او یوه ښځه شهیده شوې او اووه تنه نور یې له سالنډۍ سره مخامخ کړي دي."

له بلې خوا د پېښې یو تن ټپي چې هویت یې ندی ښودل شوی د خپلو سترګو لیدلي په بیانولو سره وویل: " زه کار ته روان وم چې روسي الوتکو لومړۍ حمله وکړه. وروسته، دویمه حمله وشوه چې کیمیاوي مواد ښکاریدل او ورڅخه د ګازو بوي وتو. ماشومانو چیغې وهلې او زموږ له سترګو اوښکې بهیدې."

حکومت او مخالفې ډلې د سوریې په شخړې کې د کیمیاوي موادو له کارولو انکار کړی دی. لویديځ قدرتونه د بشارلاسد په مشرۍ حکومت ته د پړې ګوته نیسي او وايې دولتي ځواکونه د کلورین او نورو کیمیاوي موادو په کارولو کې ګرم دي.

هاخوا حکومت او روسیه بیا مخالف جنګیالي تورنوي چې په جګړو کې له زهري ګازو څخه ګټه اخلي.

اوباما ته لیک

د سوریې په شمالي ښار حلب کې د ډاکټرانو یوې ډلې د متحدو ایالتونو د جمهور رئیس، باراک اوباما په نامه د یو لیک په استولو له نوموړي غوښتي چې پر ملکي خلکو له بریدونو څخه مخنيوی وکړي.

دغه ښار کې جګړو روغتونونه سخت ځپلي چې د لیک د لیکوونکو په باور د بریدونو دوام به روغتیايي خدمات په بشپړه توګه له منځه یوسي.

د لیک په یوه برخه کې راغلي: " هغه څه چې موږ د ډاکټرانو په توګه ډير ځوروي هغه د خلکو د مرګ او ژوند انتخاب دی. کله کله تنکي زلميان چې سخت ټپیان وي زموږ د بېړنیو مرستو خونې ته راوړل کیږي چې موږ اړ یو هغو کسانو ته چې د ژوندي پاتې کیدو چانس لرې لومړیتوب ورکړو او یا ډیره ساده موږ دوي سره د مرستې وسایل نه لرو."

د حلب محاصرې ډیر خلک د خوراکي توکو او روغتیايي مرستو له کمښت سره مخامخ کړي دي. ملګرو ملتونو د خدماتو رسولو په چاره کې هڅه کړې خو د روانو تاوتریخوالو له وجې دغو هڅو کومه پایله نه درلوده.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د سولې خبرو چې پکې متحده ایالات او روسیه هم شامله ده تردې دمه بریالې نه وې.

سوریايي ډاکټرانو د خپل لیک په پاې لیکلي چې دوي اوښکو، خواخوږيو او دعاګانو ته اړتیا نه لري، بلکه غواړي چې له بمباریو څخه په امان کې وي.