BBC
 شاته

پاکستان ولې له افغانستان سره پر پوله کټارې او خنډونه جوړوي؟

د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان پوځ وايي چې د امنیت د ښه کېدو په لړ کې به له افغانستان سره پر پوله ازغن تار او کټارې لګوي چې په وینا یې د اورپکو مخنیوی وکړي. خو افغان حکومت، چې د ډیورنډ کرښه لانجمنه بولي، وايي چې د پاکستان له خوا هر ډول یو اړخیز امنیتي تاسیسات او خنډونه د منلو وړ نه دي.

د پاکستان پوځ په خپله پرونۍ اعلامیه کې ویلي چې د پوځ د مشر له لارښوونو سره سم، د افغانستان او پاکستان د " ټولې" پولې د کټارې کولو کار پیل شوی دی.

د پاکستان پوځ زیاتوي چې په لومړي پړاو کې باجوړ، مهمند او خیبر قبایلي اېجنسیو (ولسوالیو) سره پوله باندې کار روان دی او په دوهم پړاو کې به د بلوچستان په ګډون له افغانستان سره پر نوره پوله باندې ازغن تار او نور تاسیسات جوړوي.

پاکستان له افغانستان سره د پولې د کنټرولولو او انتظام په لړ کې څو ګامونه پورته کوي چې مهم یې دا دي.

  • د کلاګانو یا وړو چوڼیو جوړول چې ویل کېږي ټول شمېر به یې ۴۲۳ وي. د ډیورنډ کرښې اوږدوالی نژدې ۲۵۰۰ کیلو متره دی. په ډې توګه به پاکستان پر هر شپږ کیلومتره یوه امنیتي کلا جوړوي.
  • ازغن تار او کټارې درول- پاکستان له وړاندې څخه لا په یو شمېر سیمو تارونه او کټارې درولې دي.
  • د خندقونو کېندل- دا چاره هم ځینو سیمو کې روانه ده
  • یو شمېر نوې امنیتي پوستې جوړول او د پیرو ډېرول
  • د هوايي څارنې ترڅنګ د حرکت معلومولو حساسو کمرو او رادارونو نصبول او ډېرول
د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان وايي پر دغه کرښه د ۴۲۳ پوځي کوټونو جوړولو پلان لري.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم باجوه درې میاشتې مخکې (د مارچ په میاشت کې) مهمند اېجنسۍ ته د خپل سفر پر مهال له افغانستان سره پر پوله د کټارو او خنډونو جوړولو امر ورکړی و.

هغه مهال د پاکستاني پوځ اعلامیې ویلي وو چې دا کار به د پولې پر ځانګړو او ټاکل شوو ځایونو کيږي، خو د پوځ اوسنۍ اعلامیه وايي چې اوس به ټوله پوله پوښل کيږي.

پاکستان پر پوله د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي په لړ کې یو شمېر نور ګامونه هم پورته کړي دي.

په تورخم کې له څو میاشتو راهیسي یې بې ویزې او بې پاسپورټه اوښتل یو مخ بند کړي دي. د دې ترڅنګ یې د قبایلي سیمو د وګړو د ازادانه تګ راتګ لپاره د راهدارۍ سیسټم هم ختم کړی دی.

" د ډېر خطر سیمي"

د انځور حقوق JAVED TANVEER
Image caption افغان چارواکي وایي، د پاکستان دا ګام به له غبرګون سره مخ شي.

پاکستان تور لګوي چې د مولوي فضل الله په مشرۍ د پاکستان د طالبانو تحریک او له هغه څخه جلا شوې ډله جمعیت الاحرار، په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

پاکستان په لومړي پړاو کې په خیبر، باجوړ او مهمند کې پر پوله د خنډونو جوړول پیل کړي چې د افغانستان له ننګرهار او کنړ ولایتونو سره لګيږي. پاکستاني چارواکي دا " د ډېر خطر سیمي" بولي او وايي چې د پاکستان ضد اورپکو د ور اوښتو خطر په همدې سیمو کې تر ټولو ډېر دی.

د پاکستان پوځ په دغو سیمو کې کله نا کله راکټي بریدونه هم کړي او د افغانستان په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې یې هدفونه په نښه کړي دي.

د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې پر پوله د څار او دفاعي وړتیاوو ډېرول، د دواړو هېوادونو د امنیت لپاره ګټور دي.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم هڅه کړې وه چې له افغانستان سره پر پوله خنډونه او کټارې جوړې کړي. پاکستان دا طرحه څو کاله مخکې لومړی هغه مهال په ډاګه کړه چې کله د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له پرلپسې نیوکو سره مخامخ و چې ویل یې پاکستان افغانستان ته د اورپکو د اووښتو مخه نه نیسي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له کیڼ لاس: د پاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف، د امریکا مخکینی ولسمشر جورج ډبلیو بوش او پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی

جنرال پرویز مشرف د خپلې ولسمشرۍ پر مهال دا پلان جوړ کړی و او له سرچینو سره سم یې د هغه مهال د امریکا د ولسمشر جورج بوش حکومت تر یوه حده قانع کړی هم و چې پر پوله د ماینونو ښخولو او کټارو جوړولو لګښت دې امریکا ورکړي.

خو د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د سخت احتجاج او مخالفت له کبله دا پلان عملی نه شو.

د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې اوس پر ډیورنډ کرښه دا ډول تاسیسات او خنډونه جوړوي. پاکستان په داسې کولو سره درې هدفونه ترلاسه کوي.

  • ډیورنډ کرښې ته د یوې نړیوالې پولې په توګه رسمیت ورکول- پاکستان له لومړي سره ټینګار کړی چې دا نړیواله پوله ده او حق لري چې خپله پوله له افغانستان سره معلومه کړي.
  • له افغانستان سره خپله پوله په نښه کوي، ځکه په یو شمېر سیمو کې دغه کرښه سمه واضح نه ده او دواړه هېوادونه د نقشو بېل تعبیرونه کوي.
  • د خپلو نا خوښه کسانو د ور اوښتو مخنیوی

د دې ترڅنګ پاکستان له دې لارې پر افغانستان فشار هم اچوي.

زړه لانجه، نوي ستونزي

د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې پر سر لانجه که څه هم زړه ده خو په دې وروستیو کې ترینګلتیا او بې باوري نوره ډېره شوې ده. دواړه هېوادونه یو پر بل تور لګوي چې د دوی وسله والو مخالفینو ته یې پناه ځایونه ورکړي او ازاد فعالیت ته یې پرې ایښي دي.

پاکستان تر دې وړاندې هم هڅه کړې چې له افغانستان سره پر پوله تګ را تګ کنټرول کړي.

د ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې هغه مهال د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ وسله واله نښته وشوه چې د ۲۰۱۷ کال په فبروري کې په پاکستان کې تر څو خونړیو بریدونو وروسته د پاکستان حکومت له افغانستان سره د تورخم او چمن په ګډون خپلې ټولې لارې د څه باندې یوې میاشتې لپاره وتړلې.

نژدې دوې میاشتې مخکې د مې د میاشتې په پیل کې چمن ته نژدې پر هغه کلي باندې بیا د دواړو هېوادونو تر منځ نښته پېښه شوه چې دواړو خواوو ادعا کوله د دوی په خوا کې راځي. تر دې پېښې وروسته هم د چمن او سپین بولدک لار د څو اونیو لپاره تړلې وه.

" ‌ډیورنډ نه منو"

لندن د انځور حقوق LEON NEAL
Image caption د پولې په دواړو غاړو کې د تاسیساتو د جوړولو په اړه د افغان حکومت دریځ دا دی چې هر ګام باید د دواړو حکومتونو په سلا او مشورو پورته شي. (له ښی لاس: افغان ولسمشر اشرف غني، د برتانیا پخوانی لومړی وزیر ډېوېډ کامرون او د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف)

افغان حکومت تل ویلي چې د ډیورنډ کرښه د یوې نړیوالې پولې په توګه په رسمیت نه پېژني او د دوی لپاره نړیوال قانوني مشروعیت نه لري.

د پولې په دواړو غاړو کې د تاسیساتو د جوړولو په اړه د افغان حکومت دریځ دا دی چې هر ګام باید د دواړو حکومتونو په سلا او مشورو پورته شي. افغان چارواکي ټینګار کوي چې د پاکستان له خوا د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دروازو، کټارو، او پوستو جوړلو چارې یو اړخیزې دي او له دوی سره یې مشوره نه ده شوې، نو له دې کبله دا ګام په دې اړه د دواړو هېوادونو د کاري اصولو او پخوانیو توافقونو او جوړجاړیو خلاف دي.

د افغان چارواکو دریم دلیل دا دی چې د اورپکۍ ستونزه پر ډیورنډ کرښې د اوښتو له اسانتیاوو سره تړاو نه لري او نه هم دا پر کرښه د امنیتي تاسیساتو او کټارو د لږوالي له کبله ده. دوی ټینګار کوي چې د اورپکۍ د ختمولو لپاره د پاکستان د حکومت کلکې سیاسي ارادې او د داسې امنیتي تګلارې ضرورت دی چې له مخې یې ډلې ټپلې د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره ونه کارول شي. افغان چارواکي دا غوښتنه هم لري چې پاکستان دې پخپله خاوره کې دننه د هر ډول اورپکو ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي او ځالې دې یې له مینځه یوسي.

اقتصادي او ټولنیز ژوند

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله چې په عمومي ډول د برتانوي هند د انګریز چارواکي مارټیمر ډیورنډ (Mortimer Durand)په نامه " ډیورنډ لاین" یا د "ډیورنډ کرښه" یاديږي، په ۱۸۹۳ میلادي کال کې د ده او دهغه مهال د افغانستان د امیر عبدالرحمن خان ترمنځ د یوه جوړجاړي له مخې کش شوې وه.

له دې کبله یو شمېر سیمې له افغانستان څخه بېلي کړل شوې چې په ۱۹۴۷ میلادي کال کې له هندوستانه د انګریزانو تر وتلو او د پاکستان تر جوړېدو وروسته د پاکستان برخه جوړي شوې.

د دغې کرښې له کبله که څه هم یو شمېر پښتنې او یو څو بلوڅ قبیلې سره ووېشل شوې، خو بیا هم د کرښې په اوږدو کې مېشتو ولسونو دا اجازه درلوده چې په ازاده توګه یوې یا بلې خوا ته واوړي.

خو د پاکستان د حکومت د اوسنیو ګامونو او پر کرښه د ازغن تار او کټارو لګولو له کبله یو شمېر ځايي اوسېدونکي اندېښمن دي.

د پاکستان د حکومت له خوا پر کرښه د تاسیساتو جوړول که له یوې خوا سیاسي عواقب لري، له بلې خوا پر کرښه د تګ را تګ محدودیت او خنډونه به د سیمي د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند منفي اغیز وکړي.

د انځور حقوق Getty Images

د ډیورنډ کرښه نه یوازې قبیلې سره وېشي، بلکې په ځینو ځایونو کې یې کورنۍ هم تقسیم کړي چې ځینې غړي یې یوې خوا او نور یې بلې خوا ته اوسيږي. څو ځایونه خو داسې هم دي چې یو کلی د کرښې په دواړو خواوو کې غځېدلی او په ځینو حالتونو کې خو کرښه د یوه کور په انګړ کې تېره شوې ده.

په یو شمېر سیمو کې که کلی یوې خوا ته وي نو د کرهنې مځکه بلې خوا ته وي. یا یې کورونه یوې غاړې ته وي او مسجد یا بازار او دوکانونه بلې غاړې ته وي.

د دې ترڅنګ پړ دواړو خواوو پراته خلک خپلوۍ سره لري، او یا هم موسمي کوچ کوي او دوبی او ژمی په بېلو سیمو کې تېروي.

دوی هم د پاکستان د حکومت پر نوو بندیزونو خواشیني ښودلې وه.

له بلې خوا دا اندېښنه هم په ډاګه شوې چې دغه محدودیتونه به د ځنګلي ژوو (حیوانانو) پر ژوند او بقا هم بد تاثیر وکړي.