افغان حکومت ولسي جرګې ته د نویو وزیرانو د ورپېژندلو لومړی ګام واخیسته
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته له هغه چې له یو شمیر وزیرانو یې ولسې جرګې د باور رایه واخیسته او د ناندریو سپیناوی سترې محکمې ته ولېږل شو په لومړي ځل یې نوماند وزیر ولسي جرګې ته د باور د رایې د ترلاسه کولو لپاره ورپیژنده.
عبدالطیف روښان د لوړو زده کړو وزارت لپاره غوره شوی.
نوموړي په امریکا کې زده کړې کړي، د نړیوال بانک کارکونکی پاتې شوی او کابل کې یې یو خصوصي پوهنتون چلوه.
یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې ډیر ژر به یو شمېر نورو وزارتونو ته هم نوي کسان ولسي جرګې ته د باور رایې لپاره واستول شي.
- ارګ: د وزیرانو بې واکه کول پر نړیوالو مرستو منفي اغېز کولی شي
- ولسي جرګې درې نور وزیران استیضاح او یوه وزیره بې واکه کړه
- "تر ۷۰ سلنې کمې بودیجې لګوونکي وزیران استیضاح کېږي"
ولسي جرګې څو میاشتې وړاندې د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون یو شمېر وزیران په دې پلمه سلب اعتماد کړل چې ګواکې په دندو کې لټ او بودیجه یې نه ده لګولې.
حکومت ورسره و نه منله چې په یوه مخ دې له دومره وزیرانو د باور رایه واخیستل شي.
سرچینه وايي سترې محکمې موده وړاندې خپله پریکړه په پټه ولسمشر ته لېږلې وه او د ولسي جرګې کار ته یې سمه نښه ایښې وه.