غني: واکونه مې افرادو ته نه، بلکې بنسټونو ته لېږدوم
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملکي خدمتونو او د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون نوي کمېشنران په دندو وګومارل.
ولسمشر غني، نن چارشنبه د (جون ۲۱مه) د یادو کمېشنرانو د معرفۍ په غونډه کې وویل "نه ښايي زه له هر چا ازموینه واخلم، غواړم واکونه مې هره ورځ کم شي، خو واکونه مې افرادو ته نه، بلکې بنسټونه ته لېږدوم."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نیوکګرو له خوا څو ځله تورن شوی چې واک یې له ځان سره ساتلی دی. نوموړي تر اوسه له ډېرو لوړپوړو چارواکو پخپله ازموینه اخیستې او په دندو یې ګومارلي دي.
نوي کمشنران
نجیبالله امین، روح الله امین، تبسم ولایت نیرو، میوند رهیاب، سید حشمت الله هاشمی، احمد راتب مظفري، بریالی هلمندی او مقدسه یورش د اداري اصلاحاتو د کمېسیون نوي کمېشنران دي.
ولسمشر غني همداراز، د ۵ زرو نويو دولتي مامورینو او د ۸ زرو ښوونکو د ګومارلو خبره هم وکړه او د هغوی د استخدام چارو مسوولیت یې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته وسپاره.
ښاغلي غني پخپلو خبرو کې وویل، د زورواکو او بانفوذو کسانو له لاسوهنې پرته، روڼ استخدام په افغانستان کې د ملي یووالي تضمینوونکی دی "چې زه په کې لاسوهنه نه کوم، هیڅوک په کې د لاسوهنې حق نه لري."
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون مشر احمدنادر نادري په یادو مراسمو کې د برېښنايي تذکرو د ۵۰۰ نویو کارکوونکو د ګومارنې چاره، په افغانستان کې د رڼو ګومارنو پیلامه وګڼله.
نوموړي وویل، د ګومارنې په چارو کې لاسوهنه د یو شمېر خلکو لپاره لنډمهاله ګټه لري، خو په اوږدمهال کې هېواد او حکومت دستګاه له منځه وړي.
د اداري اصلاحاتو کمېسیون په دا وروستیو کې د ۲۵زرو غوښتنه کوونکو له ډلې ۵۰۰ کسان د برېښنايي تذکرو د وېش چارو د پر مخ وړلو لپاره په دندو وګومارل.
ښاغلي نادري، له لوستو ځوانانو وغوښتل د ګومارنې بهیر پر شفافیت باور وکړي، په واسطو پسې ونه ګرځي او خپلې وړتیا ته په کتو غوښتنلیک ور وسپاري.