BBC
 شاته

د سعودي پاچا د وراره پرځای خپل زوی ولیعهد ټاکلی

ښی لاس ته محمد بن نایف او کیڼ لاس ته محمد بن سلمان د انځور حقوق EPA
Image caption ښی لاس ته محمد بن نایف او کیڼ لاس ته محمد بن سلمان

د سعودي عربستان پاچا سلمان خپل زوی محمد بن سلمان ولیعهد ټاکلی دی. دا د سعودي په شاهي کورنۍ کې یو لوی بدلون بلل کېږي.

دا ۳۱ کلن شهزاده د پراخو اقتصادي سمونو د پلي کېدا مسوول و او لا به هم دغه چاره جاري ساتي. دغه راز په ګاونډي یمن کې د سعودي عرب د ناندره ییزې جګړې څار هم دده پر غاړه و.

پخوانی ولیعهد محمد بن نایف چې د اوسني پاچا وراره دی له دغه منصبه بې برخې شوی او د کورنیو چارو د وزیر څوکۍ هم ترې اخیستل شوې ده. ویل کېږي چې ده نوي ولیعهد ته د اېلولۍ ژمنه کړې ده.

شهزاده محمد بن نایف د سعودي واکمنې کورنې د شاهي نظام د بنسټګر عبدالعزیز آل سعود لومړی لمسی دی.

سعودي عربستان پاچاهان۷۰ او ۸۰ کلنۍ ته نژدې سره واک ته رسېږي. شهزاده محمد ته د صلاحیتونو ورکړه او چټک پرمختګ یې نوی نسل هیله من کړی چې هر څه په بدلېدو دي.

په ځوانانو کې د محبوبیت راز

فرینک ګارډنر

د سعودي عربستان د پاچا د ولیعهد په توګه د شهزاده محمد بن سلمان ټاکل کېدل حیرانوونکي ښکاري.

کله مې چې په ۲۰۱۳ کال په جده کې له هغه سره ولیدل، نو ځان یې وکیل را وپېژاند او چلند یې هم وکیلانو ته ورته و، خو اوس هغه د عربي نړۍ د پیاوړي هېواد ولیعهد ټاکل شوی دی.

محمد بن سلمان په یمن کې پر بې پایلو او زیانمنو پوځي ماموریتونو سربېره، پخپل هېواد په ځانګړي ډول ځوانانو کې ځانګړی محبوبیت لري.

بشپړ مطلب:

د بي بي سي خبریال جېریمي بووېن وايي، اوسنی پاچا سلمان ۸۱ کلن دی او روغتیا یې هم ډېره ښه نه ده.

پاچا سلمان بن عبدالعزیز د ۲۰۱۵ کال جنورۍ کې د خپل ورور عبدالله بن عبدالعزیز له مړينې وروسته د سعودي پاچا شو.

د ښاغلي بووېن په وینا شهزاده محمد بن سلمان به وکړی شي د لسیزو لپاره د سعودي عربستان کورنی وضعیت به ثباته وساتي.

خو بله خوا د ده په وینا د شهزاده محمد بن سلمان اړیکي د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره ښې دي او له دې لارې به پر ایران فشارونه ډېر کړي چې په سیمه کې د کړکېچ لامل کېدی شي.