BBC
 شاته

ارګ: د پاکستان ازغن تار او کټارې د ترهګرۍ مخنیوی نه کوي

افغان چارواکي وایي، د پاکستان دا ګام به له غبرګون سره مخ شي. د انځور حقوق JAVED TANVEER
Image caption افغان چارواکي وایي، د پاکستان دا ګام به له غبرګون سره مخ شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د پاکستان له خوا ازغن تار غځول او کټارې درول د ترهګرۍ مخنیوی نشی کولی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ دا دریځ له هغه وروسته دی چې د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ وویل، د ډویرنډ کرښې په اوږدو کې د امنیت د ښه والي لپاره یې پر دغه کرښه کټاره لګول پیل کړي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې له ډیورنډ کرښې سره به نوې څارګري او دفاعي مرکزونه هم جوړ شي.

د دې ادارې په خبره، دا کار به څو پړاوونو کې بشپړ شي.

افغان حکومت د تېر په څېر وايي، چې دا پلان د "ترهګرۍ" ضد مبارزه کې مرسته نه کوي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ازغن تار یا کټارې غځولو پر ځای غوره دا ده چې د ترهګرو د روزنې، تمویل او ملاتړ مرکزونه له منځه یووړل شي.

"هر هغه ګام چې د ترهګرۍ د ځپلو په پلمه له افغان حکومت سره له مشورې او خوښې پرته کېږي نتیجه نه ور کوي".

د پاکستان پوځ د انځورنو په خپرولو سره ویلي، د کټارې غځولو لومړی پړاو په باجوړ، مومند او خیبر ایجنسۍ کې بشپړېږي، چې په وینا کې په دغو سیمو کې "د نفوذ ( وسلوالو د ننوتلو) امکان ډېر دی".

افغان حکومت څو میاشتې مخکې هم د پاکستان پر دغه پلان اعتراض کړی و او ویل یې کټاره غځول له "ډیورنډ کرښې تړون" سرغړونه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستاني پوځ رسنیزې څانګې مشر جنرال اصف غفور پر خپل د دغه پلان انځورونه خپاره کړي دي.

افغان چارواکي وایي، د پاکستان دا ګام به له غبرګون سره مخ شي.

د پاکستان پوځ وایي، د کټارې غځولو دویم پړاو بلوچستان کې پیلوي.

افغان حکومت په دې باور دی چې دغه کټاره غځول یواځې د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ بېلتون راولي.

افغان حکومت له پاکستان سره ډیورنډ کرښه چې ۲۴۰۰ کیلومتره اوږده ده، په رسمیت نه پېژني او وايي، دغه تړون باور نه لري، چې پر ۱۸۹۳ کال پخواني افغان واکمن امیر عبدالرحمان خان او د برتانوي هند د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر سر مور تیمور ډیورنډ تر منځ شوی و.

د انځور حقوق TW
Image caption د پاکستان پوځ د انځورنو په خپرولو سره ویلي د کټارې غځولو لومړی پړاو په باجوړ، مومند او خیبر ایجنسۍ کې بشپړېږي