له هنده د کرېکټ ګټل؛ پاکستاني لوبغاړي عمرې حج ته استوي
ایکسپرېس ټریبیون
پاکستانۍ ورځپاڼه ایکسپرېس ټریبیون لیکي چې د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان کرېکټ د ملي لوبډلې له غړو سره ژمنه کړې چې له هنده د بیګانۍ لوبې له ګټلو وروسته به دوی ټول سعودي عربستان ته د عمرې ادا کولو لپاره واستوي.
دا لومړی ځل دی چې هند او پاکستان د ای سي سي چمپینز ټرافي په پایلوبه کې له یو بل سره سیالي وکړه. دغه لوبه په لندن کې وه. پاکستان له دې مخکې درې ځله دغو سیالیو کې لوبه کړې، خو پایلوبې ته نه و رسېدلی.
د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي کړکېچ ته په کتو، دا بری د پاکستانیانو لپاره ډېر اهمیت لري.
واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یوه مطلب کې د افغان سرتېرو له خوا پر بهرنیو ځواکونو دوه وروستیو پېښو ته په اشاره لیکي، دغه پېښې د افغان ځواکونو د جلب او جذب بهیر تر پوښتنې لاندې را وستی او له وسله والو سره په جګړه کې به هم د دوی پر وړتیا بې اغیز نه وي.
ورځپاڼه زیاتوي چې تر اوسه د افغانستان په اړه د نورو سرتېرو د استولو پرېکړه نه ده شوې او نوې ستراتیژي هم نه ده په ډاګه شوې، نو ښايي علت یې دا وي چې د ډونلډ ټرمپ په حکومت کې په دې اړه د نظر اختلاف دی.
د ورځپاڼې په لیکنه، یوه مسله دا ده چې ایا د نورو ځواکونو استول به وضعیت بدل کړي ، په دې برخه کې د ناټو غړي هېوادونه باید څه ډول ونډه ولري او یا دا چې تر ټولو غوره دا ده چې پر پاکستان فشار راوړل شي چې د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره لاس په کار شي.
ورځپاڼه زیاتوي چې له وسله والو ډلو سره د پاکستان د اړیکو او له دغو ډلو سره د پاکستان د مبارزې څرنګوالي ډېرې پوښتنې رامخې ته کړي او دې چارې د افغانستان مسله لا پسې پېچلې کړې ده .
ورځپاڼې د ځینو کارپوهانو نظرونه را اخیستي چې وايي د افغانستان لپاره باید د امریکا نوې ستراتیژي پیاوړی سیاسي اړخ هم ولري، هغه عنصر چې افغان دولت لا پیاوړی کړي او د سولې لپاره ترې کار واخستل شي.
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې لا هم د افغانستان په اړه د امریکا نوې کړنلاره نه ده جوته او دا چې ښاغلي ټرمپ افغانستان ته د نورو سرتېرو د استولو په اړه د پرېکړې واک خپل دفاع وزیر ته ورکړی، په دې کار سره یې د تېرو ولسمشرانو هغه دود مات کړی چې هغوی به پر داسې مسلو پریکړه پخپله کوله.
ګارډین
ګارډین برتانوۍ ورځپاڼه لیکي چې ګوګل شرکت په پام کې لري چې په انټرنټ کې د سخت دریځۍ د اړونده مطالبو د خپرولو مخه له دې وروسته په لا ډیرو پراخو هڅو ونیسي.
ګوګل په دې برخه کې څلور موارد په پام کې نیسي، لومړی دا چې دغه ډول مواد باید په ښه توګه کشف شي، په دې برخه کې به خپلې هڅې لا پراخې کړي، لا ډېر کارپوهان به پر دندو وګماري چې وکولی شي د سخت دریځۍ اړوند مطالب وپېژني او په ګوته یې کړي.
دغه شرکت وايي په دې اړه به په نژدې راتلونکې کې پریکړه وکړي.