BBC
 شاته

روزګان کې د فوټسال ۲۲ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

روزګان د انځور حقوق Mamoon Durrani
Image caption دا په روزګان کي لومړی ځل دی، چې د فوټسال شپنۍ سیالۍ ترسره کېږي او په کې ۱۶ لوبډلو برخه درلوده.

په سوېلي جګړه ځپلي روزګان ولایت کې د روژې په مناسبت د فوټسال پیل شوی تورنمنټ تېره شپه د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېد.

دا په روزګان کي لومړی ځل دی، چې د فوټسال شپنۍ سیالۍ ترسره کېږي او په کې ۱۶ لوبډلو برخه درلوده.

د دغو لوبو نندارې ته هره شپه سلګونه نندارچیان او د لوبو مینه وال په داسې حال کې راتلل چې د مرکز ترینکوټ په دوه کیلومترۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ درنې نښتې روانې وې.

د انځور حقوق Mamoon Durrani
Image caption " که امنیت سم شي ښایي داسې نورې خوښۍ هم زموږ په برخه شي."

د لوبو موخه

د روزګان د فوټسال فدراسیون مشر میرزا محمد امیرزی وایي، ددغه ټورنمنټ د جوړیدو موخه له جګړې د روزګاني ځوانانو د پام را اړول وو .

امیرزی وایي: " لومړی مقام اتفاق لوبډلې او همداسې دویم او دریم مقام میوند او منور لوبډلو خپل کړل، په دغه تورنمنټ کې ۱۶ لوبډلو برخه درلوده، چې ۳۲ سیالۍ یې په خپلو منځونو کې ترسره کړې".

ښاغلي امیرزی ددغه سیالیو په ترسره کولو او امنیت ساتلو کې د افغان ځواکونو کړنې هم وستایلې.

د دغو لوبو ننداره کوونکي وایي، روزګانیانو ته ددغه ډول بوختیاوو برابرول نه یوازې د ځوانانو پام له جګړې را اړوي، بلکې د ځوانانو تر منځ سالم رقابتونو ته هم لاره هواروي.

د دغو لوبو یو ننداره کوونکی وايي:" خدای دې زموږ په سیمه کې امنیت راولي تاسو پوهیږئ، دغه سیالیو زیاته خوښي را په برخه کړې او دا د دې ښکارندويي کوي چې، که امنیت سم شي ښایي داسې نورې خوښۍ هم زموږ په برخه شي."

د سوېلي ولایت روزګان د مرکز ترینکوټ په څنډو کې له تېر یوه کال راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو تر منځ درنې نښتې روانې دي.

خو په مرکز ترینکوټ کې د شپې له خوا د سیالیو جوړول روزګانیانو ته ښایي د امنیت د راتګ زېری وي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې د ښځو فوټسال سيالۍ