BBC
 شاته

امریکا کې جومات ته څېرمه د یوې مسلمانې نجلۍ مړی موندل شوی

نابرا د انځور حقوق FACEBOOK - ISRA CHAKER
Image caption نابرا له خپلو ملګرو سره وه چې د ټکسي له چلوونکي سره یې لفظي شخړه پیل شوه

د امریکا ویرجینیا ایالت پولیس وايي، د یوې نجلۍ مړی یې موندلی چې غالباً مسلمانه ده او له یوه جومات کې د تراویح له لمانځه وروسته تښتول شوې ده.

د وژل شوې نجلۍ عمر ۱۷ کاله ښودل شوی چې ویل کېږي تېری هم ورباندې شوی دی.

پولیس وايي، دغه نجلۍ ـ چې خپلوان یې وايي نوم یې نابرا دی، له خپلو ښځینه ملګرو سره هیرندون ښارګوټي کې له یوه ټکسیوان سره لفظي شخړه کړې ده.

لندن کې جومات ته څېرمه "ترهګریز برید" لومړۍ وزیرې "د کرکې وړ"وباله

د نیویارک ښاروال: 'مسلمانان د تعصب له څپو سره مخامخ دي'

بريتانيا کې د مسلمانانو پر ضد "کرکه" په جدي توګه څارل کېږي

پولیسو ویلي سړي ټکسي پرېښې او پر نجلۍ یې تېری کړی او بیا له سترګو پناه شوی دی.

د پېښې په تور یو ۲۲ کلن مشکوک کس نیول شوی او د قتل تور پرې لګول شوی.

رپوټونه وايي، تر اوسه د تېري انګیزه نه ده معلومه، خو څېړنې روانې دي.

د انځور حقوق FAIRFAX POLICE
Image caption پېښه په دې سیمه کې شوې

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي، څلورـ پنځه زلمیان چې نابرا هم پکې وه د تراویح له لمانځه وروسته د شپې ناوخته د چټکو خوړو یوه خوړنځي ته ورغلي دي.

خو د ګهیځ شاوخوا څلور بجې یو موټروان پر لاره پر دوی پېښ شوی دی.

دغه زلمیان د یوه جومات لوري ته تښتېدلي، خو نابرا یې پرېښې چې بیا وروسته یې تري تم کېدل اعلان شول.

د څېړنو پرمهال پولیسو یو موټر درولی چې په مشکوک ډول سیمه کې ګرځېده، چلوونکی یې (داروین مارتینیز توریس) نیول شوی دی.

د انځور حقوق FAIRFAX COUNTY POLICE DEPARTMENT
Image caption د قتل په تور د داروین مارټینز په نوم یو ځوان نیول شوی

وروسته، پولیسو د پېښې له ځایه نژدې پنځه کیلومتره لرې په یوه کنده کې د نجلۍ مړی موندلی دی.

سیمه ییزو خبري رسنیو ویلي، پولیسو په هماغه ځای کې د بیسبال لوبې لرګی هم موندلی.

چارواکو د نجلۍ مړی عدلي طب ته سپارلی چې د وژل کېدو لامل یې روښانه شي.

د نابرا مور سوسن ګېزر واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي: "فکر کوم دا کار د هغې د جامو او کمیس پخاطر ورسره شوی او حقیقت دا دی چې هغه مسلمانه وه."

په ورته وخت کې، پر انلاین د نابرا له کورنۍ سره د مرستو راټولولو لړۍ پیل شوې ده چې تر اوسه ۱۱۸۰۰۰ ډالر ورته راغونډ شوي دي.