BBC
 شاته

له اتلولۍ جام بایللو وروسته د پاکستان پوځ پر هند ملنډې وهي

پاکستان د انځور حقوق Twitter
Image caption په دغو سياليو کې د پاکستان تر ټولو ډېرې منډې جوړونکی فخر زمان غوره لوبغاړی ونومول شو. نوموړي په ۱۰۶ توپونو ۱۱۴ منډې جوړې کړې

د برتانیا اوول کې د اتلولۍ جام(چمپینز ټرافي) په ګتلو سره پاکستان کې خوشالي، خو هند کې خپګان دی.

په دغه پلمه د پاکستان پوځ ته هم د هند د ملنډه کولو لپاره ښه چانس په لاس ورغلی دی.

کرېکټ: پر خواله رسنیو د هندیانو او پاکستانیانو لانجه

کرېکټ: د ۱۹۹۲ نړیوال جام او ۲۰۱۷ اتلانو جام پاکستانۍ لوبډلې

پاکستان د ای سي سي چمپينز ټرافي وګټله

د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور د سیالۍ نندارچیانو انځورونه پر خواله رسنیو خپاره کړي او ورته لیکلي یې دی:

"دا زموږ بلوچستان دی"

په ټوېټ شویو انځورونو کې خلک پاکستان کې د بریا لمانځلو پر مهال لیدل کېږي.

د انځور حقوق Twitter

د پوځ ویاند دا هم لیکلي: "هغه ترې لرې دی چې ور سره تړاو لري".

اصف غفور له دې ټوېټ نږدې نیمه ګړۍ وروسته یوه ویډیو هم خپره کړه او ور سره ویې لیکل: "او دا دی--- سرینګر!! "

په دغه ویډیو کې څو کسان اورلوبه کوي او نارې وهي، خو دا نه معلومېږي چې څه وايي.

دا ویډیو یوه ګړۍ مخکې جي اېنډ خبري وېبپاڼې پورته کړې وه.

د هند لومړي وزیر نرېندر مودي تېر کال د اګسټ پر ۱۵ د ازادۍ ورځې وینا کې بلوچستان یاد کړی و.

نرېندر مودي ویلي و، چې "د پاکستان واک کې کشمیر او بلوچستان خلکو یې مننه کړې ده".

د انځور حقوق Twitter
Image caption اصف غفور له دې ټوېټ نږدې نیمه ګړۍ وروسته یوه ویډیو هم خپره کړه او ور سره ویې لیکل: "او دا دی--- سرینګر!! "

بلوڅ مشرانو د هغه د وینا هر کلی وکړ، خو د پاکستان حکومت سخت خپګان پر وښود.

له هغه وروسته د هند د بهرنیو چارو وزیرې سشما سوراج د ملګرو ملتونو پروسږنه عمومي سرمشریزه کې د بلوچستان مسله پورته کړه.

هغې وویل: "د پاکستان لومړي وزیر وویل، هند کې د انساني حقونو خلاف ورزي کېږي، زه دا وایم د چا کور چې له شیشو جوړ وي، نور دې پر کاڼو نه ولي، تاسو وینئ چې بلوچستان کې څه روان دي".

پاکستان د بلوچستان مسله کې د هند د لاسوهنه غندي.