شاته

د ګرمۍ وهلو نښې او مخنیوی

د انځور حقوق Getty Images

سمه ده چې د ګرمۍ په دفع کولو کې بدن بې وسه دی او د تودوخې یا سخت کار له امله تر څلوېښت درجې سانتي ګراد د بدن منځنۍ ګرمي ډېرېږي، خو د ګرمۍ وهلو یا جل وهلو مخنیوی اسان دی.

نښې:

  • د بدن تودوخه زیاتېدل
  • سردرد
  • سربدالي
  • بدحالي او بې اشتهايي
  • سخته تنده
  • د زړه لړزان
  • چټکه سا اخیستل
  • سخته خوله
  • د پوټکي رنګ تښتېدل او نمناکېدل
  • د عضلو سخت ګورنجېدل، انقباض

که څه هم نښې یې په ټولو کې یو ډول دي خو ماشومان، مشران، میندوارې مېرمنې او هغه کسان چې جدي ناروغۍ لري ډېر زیان منونکي دي.

د انځور حقوق Getty Images

که څوک جل وواهه:

  • یخ ځای ته یې ولېږدوئ
  • اضافي کالي ترې وباسئ
  • ډېرې اوبه ور کړئ
  • په سپنج یا سپري سره یې پر بدن نرمې اوبه واچوئ
  • له جل وهلي سره پاتې شئ چې وضعیت یې ښه شي
  • هر څو دقیقې وروسته يې یو ځل وګورئ چې د زړه ټکان یا ساه اېستلو چټکتیا یې زیاته که کمه شوې ده
  • عموماً تر نیم ساعت پورې باید د جل وهلي وضعیت ښه شي
د انځور حقوق Getty Images

څنګه د جل وهلو مخه ونیسو:

  • یخې اوبه ډېرې وڅښئ په تېره چې ګرمي کې ورزش کوئ
  • په ډېرو ګرمو ورځو کې که شونې وي د ورځې د ۱۱ بجو تر دریو بجو بهر مه ځئ
  • تر وسه د لمر نېغ لوېدلو لاندې پاتې نه شئ
  • پرلپسې د بدن پوټکی په اوبو یخ کړئ
  • په یخو اوبو ولامبئ
  • ازاد او د روښان رنګ کالي واغوندئ
  • ډېر ورزش مه کوئ
  • ډېره ګرمه هوا کې تر وسه الکول مه څښئ
د انځور حقوق Getty Images

ګرمه هوای کې څه ته اړتیا ده:

  • د څښلو او پوټکي یخولو لپاره ډېرې اوبه لرل
  • مناسب کالي: د روښان رنګ ارت کالي او ژبوره(پیکداره) خولۍ پر سرول
  • د لمر ضد کریمونه چې د ماورا بنفش له دواړو وړانګو اې او بي ساتنه وکړی شي.
  • مناسبې لمرینې سترګۍ چې د سترګو غاړې وساتي د ماورا بنفش وړانګو مقابل کې سل په سله ساتندویه وي او UV ۴۰۰ وي. د دا ډول سترګیو لپاره د اروپایي ټولنې د (CE) او د امریکا د (ANSI) پر معیاري نښه باور کولی شئ.