BBC
 شاته

ملګري ملتونو سوریې کې د ' ګاز برید' په اړه څېړنه کوي

Image copyright AFP
Image caption کلورین صنعتي مواد دي، خو د کیمیاوي وسلو کنوانسیون له لوري یې په وسلو کې پر کاروولو بندیز لګول شوی دی.

ملګري ملتونه وايي د سوریې حلب ښار په هغه برخه کې، چې د حکومت مخالفو وسله والو ولکه کې ده، د زهرجن ګاز برید په باب څېړنه کوي. یاغیان وايي د دغه برید پایله کې څلور کسان وژل شوي او ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي. دوی دغه راز ادعا کوي، چې دغه برید حکومتي ځواکونو کړی او کلورین ګاز یې کاروولي دي. د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي ویلي که ثابته شي، چې دغه برید کې کلورین ګاز کاروول شوي دا به یوه ( جنګي جنایت ) بلل کېږي.

هغو تصویرونو کې، چې بي بي سي لیدلي خلک داسې حال کې لیدل کېږي، چې په ساه اخیستو کې ستونزې لري او په روغتون کې یې درملنه کېږي. نارینه، ښځې او ماشومان لیدل کېږي، چې اکسیجن ورکول کېږي. مرستندویانو ویلي فکر کېږي، چې دغه برید کې کلورین ګاز په بېلري بمونو کې د هوا له لارې غورځول شوي دي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفن دي میستورا منلي، چې د ملګرو ملتونو ادارې څېړونکي پر حلب د دغه برید په اړه، چې ښايي کلورین ګاز پکې کارېدلي، څېړنه کوي:

'' داسې ډېر شواهد شته، چې دغه پېښه شوې ده.''

په روغتون کې یوه سړي چې درملنه یې کېده ویلي، دی او ملګري یې په زبدیه سیمه کې ناست وو، چې نژدې ورته دوه توغندي ولګېدل:

Image copyright AP

''څو دقیقې وروسته د ګاز بوی خپور شو. زما سترګو سوی پیل کړ او د ساه اخیستل راته ګران شوو. بوی ډېر زورور و، داسې چې نه شم کولای بیان یې کړم.''

هغه زیاته کړه:

''کله چې مو معاینات وشول، معلومه شوه، چې دا کلورین و.''

د یاد روغتون یوه کارکونکي ویلي دوی ته د ( هر عمر ) اغیزمن کسان وروړل شوي دي، چې وايي ښځې، نارینه او ماشومان ټول پکې شامل وو.

کلورین صنعتي مواد دي، خو د کیمیاوي وسلو کنوانسیون له لوري یې په وسلو کې پر کاروولو بندیز لګول شوی دی.

په ۲۰۱۳ کال کې بي بي سي داسې کره ثبوتونه موندلي وو، چې د سوریې په سراقب سیمه کې حکومتي چورلکو د کیمیاوي وسلو برید کړی و، خو سوريايي چارواکو دغه ډول برید په کلکه رد کړی و. حلب کې له هغه وروسته جګړې زور اخیستی، چې یاغیانو د ښار لوېدیځ ته د حکومتي ځواکونو لاره پرې کړې.