شاته

ابدالي :امریکا او هند افغانستان کې د سولې په اړه یو نظر لري

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندانجنرال جان ویلیم نېکولسن وايي، امریکا غواړي چې هند له افغانستان سره په امنیتي برخو کې نورې مرستې هم وکړي.

جنرال جان ویلیم نېکولسن چې د چهارشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې خبرې کولې وویل، دا په هند پورې اړه لري چې له افغانستان سره په کومه بڼه مرسته کوي خو ده زیاته کړه چې متحد ایالات هند نورو مرستو ته هڅوي.

نوموږي ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو ته د بشري سرچینو په برخه کې د نوي ډیلي ستره مرسته هغه بهیر دی چې روان به وي.

په دې اړه مو چې کله په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفیر ډاکټر شېدا محمد ابدالي نه پوښته وکړه چې دوي له هند نه د امریکايي جنرال دې غوښتنې ته څنگه گوري؟ نو هغه وویل چې امریکا او هند دواړه د افغانستان دوست او همدرد هیوادونه دي،نو امریکا لخوا په هند تاکید او افغانستان سره مرستو ته هڅونه د افغانستان سره د دواړو ملکونو په ملاتړ دلالت کوي او دا هم څرگندوي چې دواړه ملکونه افغانستان کې د سولې په اړه یو نظر لري.

هغه وویل چې راتلونکې میاشت کې د افغانستان لوی درستیز هم هند ته سفر کوي او افغان حکومت چې هند ته د نظامي مرستو په لړ کې کوم غوښتنلیک ورکړی په هغې به ورسره خبرې کوي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.