BBC
 شاته

د سوریې حلب کې ډاکټرانو له اوباما مرسته وغوښته

Image copyright AFP
Image caption ملګرو ملتونو ویلي روغتیایي مرکزونه او ملکي سیمې په دومداره توګه په نښه شوي

د حلب ښار په ختیځه څنډه کې چې د اورپکو په ولکه کې ده، وروستیو پاتې شویو ډاکټرانو د امریکا ولسمشر بارک اوباما هڅولی چې هلته پاتې شویو ۲۵۰ زره کسانو ته د مرستې لاس اوږد کړي.

په هغه لیک کې چې ۲۹ ډاکټرانو لاسلیک کړی خبرداری ورکړل شوی چې که پر روغتیایي مرکزونو بریدونه په اوسنۍ کچې روان وي، نو د یوې میاشتې په لړ کې به ټول لمنځه لاړ شي.

هغوی له ښاغلي اوباما غوښتي ددې ښار پر هوا الوتنه ممنوع اعلان کړي ترڅو د هوایي بریدونو مخه ونیول شي.

ساعت وړاندې روسیې اعلان وکړ چې د پنجشنبې په ورځ (اګست ۱۱مه) ورځ کې د درېیو ساعتونو لپاره په حلب کې خپل پوځي عملیات دروي. د روسیې دفاع وزارت وویل، دغه پرېکړه په حلب کې راګېرو ملکي وګړو لپاره د "بشردوستانه مرستې" لپاره فرصت رامنځته کولو لپاره عملي کېږي.

ورته وخت کې ملګرو ملتونو سملاسي وویل، په هوایي بریدونو کې درې ساعته وقفه میلیونونو اړو کسانو سره د مرستې لپاره کافي نه ده او د بریدونو ۴۸ ساعته ځنډولو غوښتنه یې وکړه.

په وروستیو ورځو کې په دې ښار کې جګړو زور اخستی او د بشار الاسد مخالفین توانېدلي چې د دولتي ځواکونو په لاس د حلب ښار د ختیځې څنډې کلابندي ماته کړي.

بشار الاسد ته وفادارو ځواکونو په جولای میاشت کې د روسي الوتکو د هوایي بریدونو په مرسته د حلب ښار ختیځه څنډه محاصره کړې وه.

Image copyright Reuters