ختیځ تیمور کې د تمساح ګانو ایسارولو پرېکړه
ختیځ تېمور کې حکومت پلان لرې چې د تمساح ګانو لپاره یو فارم جوړ کړي.
دغه ځای کې اوس د هغو کسانو شمېر په ډېرېدو دی چې تمساح ګانو وژلي.
حکومت وايي د خلکو د خوندیتوب لپاره یې دغه پلان پیل کړی، خو ډېر بیا وېره لري چې دا پرېکړه به ستونزې رامنځته کړي.
ډیر په دې باور دي چې د تمساح ګانو ایسارول به ناورین رامنځ ته کړي، ځکه د دوی په اند دا سپيڅلې ژوي دي.