شاته

د پاکستان او هند یوشمیر خلک سوله غواړي

د پاکستان او هند نه شاوخوا ٩٠٠ کسانو یوه عریضه لاسلیک کړیده چې پکې د دواړو خواوو ولسونو د خپلو حکومتونو نه غوښتي دي چې خپل اختلافات د خبرو د لارې حل کړي.

دغه عریضه چې د امریکا د بوسټن په ښار کې اوسیدونکي یوې پاکستانۍ استادې بینا سرور او په سنگاپور کې یو هندي انیش مشرا لیکلې ده، مرام یې د دواړو ملکونو تر منځ د تشنج کمول دي.

د برتانیې نه د ازادۍ ترلاسه کولو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ د ١٩۴٧ کال راهېسې درې ځله جنگونه شویدي او په ورستیو کې د دواړو ملکونو اړیکې یو ځلې بیا خرابې شویدي.

دغه عریضه د هند او پاکستان د دواړو خواوو نه ځینو مشهورو هنرمندانو، شاعرانو، لیکوالانو، تارخ پوهانو او حتی متقاعدو پوځي جنرالانو هم لاسلیک کړیده.

په دغو مشهورو کسانو کې د هند فلمي هنرمندان نصیرالدین شاه، نندیتا داس، د هند مشهور فلم جوړونکی مهیش بټ، شاعر گلزار کشور ناهید، تاریخ پوهان عائشه جلال او رومیلا ټاپر شامل دي.

د 'سولې غوښتونکې' په نوم دغې ټولنې په خپله ویب پاڼه لیکلې دي چې د گاونډی هیوادونو لکه د افغانستان، بنگله دیش، نیپال او سري لنکا ځینو اتباعو هم زمونږ عریضه امضا کړیده او د هغې نه دا څرگندیږي چې د هند او پاکستان دښمنۍ په هغوي هم اغیز کړیدی او د ټولې سیمې خلک غواړي چې د دواړو ملکونو ترمنځ سوله وشي.

افراسیاب خټک چې یو پاکستانی سیاستمدار دی، دغه عریضه یې لاسلیک کړیده. هغه وایي "د دواړو خواو هغه خلک چې سوله غواړې، پکار ده چې غږ پورته کړي. که چیرې دوي غلې وي نو دوي د جنگ خوښونکو ته مواقع برابروي او بیا چې هغوي څه هم غواړې کولې یې شي."

په ٢٠١۴ کال کې د نریندر مودي قدرت ته د رسیدلو نه وروسته د پاکستان او هند ترمنځ اړیکې زیاتې خرابې شویدي.

د هند صدراعظم نریند مودی وایي چې هند به د خپل دښمن په ضد سخت دریځ غوره کړي. نوی دهلي په پاکستان باندې تور لگوي چې د هغو ترهگرو ملاتړ کوي چې په هند کې حملې کوي.

د هند او پاکستان حکومتونو څو ځلې د اړیکود ښه کولو کوښښ هم کړیدی خو داسې پیښې وشي چې د هغې په وجه یو ځلې بیا د دواړو ملکونو اړیکې خرابې شي.

د مثال په توگه د هند صدراعظم نریندر مودي د ٢٠١٥ کال د دسمبر په میاشت کې په ناڅاپې توگه پاکستان ته د دی لپاره سفر وکړ چې د پاکستان د صدراعظم نوازشریف د نوسۍ په واده کې گډون وکړي. د مودي د سفر هدف هم دا و چې د دواړو گاونډي ملکونو اړېکې یو ځلې بیا ښې شي خو دغه تعلقات د ډیر کم وخت لپاره ښه پاتې شو.

د ٢٠١٦ کال د جنورۍ په میاشت کې د هند د پټانکوټ په سیمې کې په ېوې پوځي اډې برید وشو. هند وویل چې دغه حمله په پاکستان کې میشتو ترهگرو کړیده او د دواړو ملکونو اړېکې بیا خرابې شوی خو پاکستان دغه تورونه رد کړل.

په ورستیو کې هند د پاکستان ٥٠ تنه د غیر دولتې موسسو کارکونکې د خپل ملک نه وشړل. هند وویل چې دغه کار یې ځکه کړېدی چې پاکستان په کشمیر کې د سرحد سره نژدې دوه هندي عسکر وژلې دي او د هغوې د بدن غړې یې پری کړي. پاکستان بیا هم دغه تورونه رد کړیدي.

د دغو پېښو په نتیجه کې په دی عریضه کې لیکل شویدي "کله چې هم د دواړو ملکونو اړېکې په ښه کیدو شي نو یا خو د ټرورزم کومه پیښه وشي او یا هم د دواړو ملکونو مشران منفي ویناوې وکړي."

د 'سولې غوښتونکې' دغه ډله وایي چې د دواړو ملکونو د حکومتونو نه غواړي چې د سولې د خبرو لپاره یو داسې چوکاټ برابر کړي چې په هغې کې هیڅ ډول خنډونه و نه منل شي.

د هند سیاستمدار ماني شنکر ایار وایي چې"حکومتي ادارو د خلکو په غوښتنو ځان نانگاره کړیدی. د نریندر مودي د بهارتیه جنتا سیاسي گوند د پاکستان په ضد د تشدد ډک دریځ لري او د دی نه سیاسي گټې پورته کوي."

ایار وایي چې هغه ناامیده دی. هغه زیاتوي

"زه فکر نه کوم چې سیاستمداران به دا عریضه حتی ولولي او دا لا بیله خبره ده چې دغه غوښتنې به عملې شي."

بینا سرور چې په بوسټن کې په پوهنتون کې استا‏ده وایي چې په دواړو ملکونو کې داسې خلک شته چې غواړي سوله وشي خو په مطبوعاتو کې دغو خلکو ته توجه نه کیږي. هغه وایي"کله چې د هند او پاکستان وگړي په دریم ملک کې یو بل وویني نو هغوي ملگري شي."

بینا سرور وایي چې حتی په سرحدونو چې کوم عسکر خدمت کوي نو هغوي هم د وخت په تیریدو ملگري شي.

دغه عریضه په داسي وخت کې شویده چې د هند او پاکستان تر منځ په ورستیو کې د اړیکو خرابیدو له وجې د جگړې امکانات پیدا شوي.

د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې مشر ویسنټ سټیورټ د سنا کمیټې ته ویلي و چې د پاکستان او هند ترمنځ د اړیکو د لا زیاتو خرابیدو امکانات شته دی.

سټیورټ زیاته کړه چې هند د پاکستان په دپلوماتیکې توگه د منځوي کولو خپلو هڅو ته دوام ورکړیدی او وایي چې اسلام اباد ته به د ترهگرو ملاتړ په ډیره لوړه بیه تمام شي.