شاته

برني سنډرس د هیلري کلنټن سره خپل ملاتړ اعلان کړ

د امریکا د مشرانو په جرګې کې د ورمانت د ایالت استازي برني سنډرس چې د خپلې سیالې هیلري کلنټن په خلاف یې تر پرونه مبارزه کوله، نن د سه شنبې په ورځ یې دواړو په ګډه مبارزه پیل کړله.

څلور اویا کلن سنډرس د خپل ملاتړ د اعلان پر وخت د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره او د جمهوري ریاست د مقام لپاره د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن وستایله او هغه یې "تر ټولو غوره " کاندیده وګڼله. برني سنډرس وویل ، هر څه یې چې په وس کې دي وبه یې کاروي چې دا یقیني کړي کلنټن د متحده ایالاتو " راتلونکې جمهور رئیسه شي." .

برني سنډرس په ګوندي او مقدماتي انتخاباتو کې د پنځوس ایالتونو نه یوازې دوه ویشت یې وګټل خو په غټو ایالتونو کې چې د استازو شمیر یې زیات دی بیا هیلري کلنټن هغې ته ماتې ورکړه او د ګوند وروستۍ کاندیده شوه. هیلري کلنټن به د همدې میاشتې په پنځه ویشتمې نیټې د ګوند په عمومي غونډه کې په رسمي ډول د ګوند کاندیده اعلان شي.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ په برني سنډرس انتقاد کړی چې د هیلري کلنټن سره یې خپل ملاتړ اعلان کړی. ټرمپ په ټویټر کې لیکلي دي چې " سنډرس د خپل ځان او خپلو پلویانو په هکله ریښتینی نه و. "

خو پخپله برني سنډرس بیا ویلي دي چې د هیلري کلنټن سره یو ځای دریدل ورته " ویاړ" دی.