شاته

مشعل: پاکستان کرکټ بورډ سره هوکړه وروستۍ شوې نه ده

د افغانستان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل وايي، د پاکستان له کرکټ بورډ سره په اتو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د اجنډا پر سر هوکړه شوې، چې لا تر اوسه وروستۍ شوې نه ده او ورباندې خبرې روانې دي.

د پاکستان د کرکټ بورډ په بلنه د شنبې په ورځ د افغانستان د کرکټ بورډ یو پلاوي پاکستان ته په خپل سفر کې، د ملي ټیمونو په کچه په کابل او لاهور کې د دوو شل اوریزو دوستانه لوبو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو سیالیو او د کرکټ په برخه کې له افغانستان سره د پاکستان د مرستو د اجنډا پر سر هوکړه کړې ده.

پاکستان ته د افغان کرکټ بورډ د پلاوي دا سفر او د دواړو خواو ترمنځ لومړنۍ هوکړه، په افغانستان کې د کرکټ د ګڼ شمیر مینه‌والو له تنُد غبرګون سره مخ شوه او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د دې هوکړې د بیرته فسخ کیدو غوښتنه وکړه.

خو د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل چې نن یې پاکستان ته د خپل د سفر جزئياتو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول وویل، لا تر اوسه یې په دې برخه کې له پاکستاني کرکټ بورډ سره تړون نه دی لاسلیک کړی.

عاطف مشعل پرته له دې چې د کوم چا نوم واخلي وویل، ځینې کسان چې له کرکټ بورډ څخه شخصي غوښتنې لري، د هغه د بدنامولو هڅه کوي.

عاطف مشعل وویل "بعضې دوستان وظیفې غواړي یا ځینې نور خواهشات لري، چې زه حتی دې ته تیار یم چې په ثبوت د دوی نومونه افشا کړم، دغه کسان که د کرکټ بورډ په اقداماتو نیوکه کوي دا منصفانه نه ده، ځکه دا نیوکې شخصي دي او د خپلو ګټو لپاه یې کوي."

هغه زیاته کړه، چې له پاکستاني کرکټ بورډ سره د هوکړې د جزئیاتو پر سر، د افغان کرکټ بورډ تخنیکي ډله کار کوي او له هغې وروسته به د ملي ګټو په پام کې نیولو سره وروستۍ پریکړه وکړي.

د عاطف مشعل پر وینا، د پاکستان د کرکټ بورډ له چارواکو څخه یې غوښتي، چې لومړی خپله لوبډله د سیالۍ لپاره کابل ته واستوي، چې پاکستان ورسره منلې ده.

د کرکټ بورډ مشر زیاته کړه، چې د پاکستان له کرکټ بورډ سره به د دوه اړخیزو همکاریو په برخه کې ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او داسې پریکړه به ونکړي، چې د افغانستان ګټې په کې زیان وویني.

د هغه پر وینا د افغانستان کرکټ بورډ هڅه کوي، له ټولو هغو هیوادونو سره چې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري ښې اړیکې ټینګې کړي.

عاطف مشعل وویل، چې له پاکستاني کرکټ بورډ سره اړیکې به له نورو هیوادونو په ځانګړې توګه د هندوستان له کرکټ بورډ سره اړیکو ته زیان ونرسوي.

هغه ټینګار وکړ، چې باید کرکټ د شخصي غوښتنو او نورو مسایلو ښکار نه شي.

Facebook Forum