شاته

ارګ له پاکستان سره د کرکټ لوبې نه دي لغوه کړي -نجیب ازاد

ارګ وايي د افغانستان د کرکټ بورډ او په پاکستان کې له افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال څخه له پاکستان سره د لوبو په اړه جزییات غواړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال نجیب ازاد امریکا غږ اشنا ته وویل" لوبې تراوسه لغوه شوي نه دي، موږ له کرکټ بورډ او اسلام اباد کې د افغانستان له سفیر نه جزییات غواړو، بیا به د خلکو عکس العمل ته په کتو، په دې اړه پرېکړه کیږي".

د افغانستان او پاکستان د کرکټ بورډونو د شنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د ۲۰ اورونو دوه دوستانه لوبې په کابل او پاکستان کې کوي او همدغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ به دوه اړخیزې سیالۍ کیږي او ورسره به پاکستان په کرکټ کې له افغانستان سره نورې مرستې هم کوي.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو او خاص ډول فیسبوک ډېرو افغانانو دا پرېکړه وغندله او له کرکټ بورډ نه یې وغوښتل چې دا لوبې دې لغوه کړي.

د خلکو تندو انتقادونو ته په کتو د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل وویل چې له پاکستان سره یې کوم تړون نه دی کړی او د خلکو غوښتنو ته په کتو به په دې اړه پرېکړې کوي.

تر دغه خبر مخکې په پاکستان کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال په خپل رسمي فیسبوک کې دا پرېکړه یوه لاس ته راوړنه وبلله، خو د خلکو له انتقادونو وروسته یې خپل پوست ړنګ کړ.

که له یوې خوا له پاکستان سره د کرکټ د لوبوې منتقدین زیات دي، له بلې خوا یې پلویان هم شته. منتقدین یې وايي پاکستان په افغانستان کې په روان جنګ کې دخیل دی او باید لوبې ورسره ونشي، خو پلویان یې وايي چې لوبه، لوبه ده او سیاست سیاست دی او دا دواړه سره باید جلا وي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

     

Facebook Forum