شاته

هوتکي : ۳۷ زره جریبه دولتي ځمکه مو له غصب ژغورلې

د پلازمینې د زون د پراختیا خپلواکه اداره وایي چې د تیر یو کال په موده کې یې ۳۷ جریبه دولتي ځمکه له غصب ژغورلې او دولت ته یې ستنه کړې ده.

ددې ادارې مشر الهام عمر هوتکي د دوشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل هغه دولتي ځمکې چې دوې له غصب څخهراګرځولي دي عملا یې پرې د انکشافي پروژو کار پیل کړی دی.

ښاغلي هوتکي د دغو انکشافي پروژو په اړه وویل "کومې ځمکې چې له دولت څخه غضب شوې وې څه باندې پنځه زره جریبه وې موږ سربیره پر دې چې له غصب څخه مو راوګرځولې د انکشافي پروژو کارمو پرې پیل کړ یوه نمونه یې د پروان ولایت د باریکاب پروژه ده دوهمه یې سروبي ولسوالۍ ده چې په زرګونه جریبه ځمکه پکې له غصب څخه راو ګرځول شوه موږ وکولای شول د سروبي ولسوالۍ د اقتصادي ښار ګوټي په جوړونې کې عملاترې ګټه واخلو."

ښاغلي هوتکي زیاته کړه چې دوې په دې هڅه کې دي، چې هغه دولتيځمکې چې له غضب څخه راګرځول شوي دي عملا پرې د انکشافي پروژو کار پیل شي تر څو بیرته د غاصبینو لاس ته ونه لویږي.

د پلازمینې د زون د پراختیا خپلواکه اداره وايي، چې د اولس میلیونه ډالرو پرمختیایي بودیجې په لرلو سره د کابل په ګډون پروان، کاپیسا، میدان ښار او لوګر ولایتونو کې د دوامداره پرمختیایي پروژو د پلي کولو په موخه کار کوي.

اقتصادي او زیربنایي پرمختیا،متوازن پرمختګ او ښه حکومتولي ددغې ادارې موخې دي چې دیو پرمختللې او معیاري پایتخت په موخه به په راتلونکو پنځلسو کلنو کې ورته دا اداره کار وکړي.

Facebook Forum