شاته

هند: چې پاکستان کې ترهګري ختمه نه وي، ورسره کرکټ نکوو

هند وايي تر څو چې د سرحد اغاړې په پاکستان کې ترهګري ختمه شوې نه وي، له دغه هېواد سره د کرکټ سیالۍ نه کوي.

د هند د لوبو وزیر ویجی ګویل وویل "ترهګري او ورزش هېڅکله له یو بل سره نشي یو ځای کېدلی نشي".

ښاغلي ګویل دا خبره داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ ( مۍ ۲۹) د پاکستان او هند د کرکټ بورډ چارواکي په دوبۍ کې سره وویني او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرکټ په ممکنه سیالیو سره وغږیږي.

په همدې حال کې د جون په څلورمه نېټه به پاکستان او هند د چمپینز لیک سیالیو کې له یو بل سره مخامخ کیږي او د کرکټ لوبه به کوي. البته د ښاغلي وجی هدف د پاکستان او هند ترمنځ د لوبو لړۍ او سیریزونه دي، هغه لوبې په کې شاملې نه دي چې په نړیوال جام، اسیا کپ، چمپیزن لیګ او نورو کې سره مخامخ کیږي.

د هند او پاکستان ترمنځ د شوي تړون په اساس دواړه هېوادونه باید له ۲۰۱۵ کال څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې د کرکټ شپږ سیریزونه یا د لوبو لړۍ وکړي. خو هند په ۲۰۱۵ کال کې پاکستان ته د خپلې لوبډلې له استولو انکار وکړ.

د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر له کلونو کلونو راهېسې لانجه روانه ده او ډېر کله دغه سیاسي ستونزه د هغوی د کرکټ په سیالیو هم تاثیر کوي.

په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان کې د سرېلنکا پر لوبډلې وسله والو برید وکړ او له هماغه را وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پاکستان کې په نړیوالو لوبو او دغه هېواد ته د نړیوالو لوبډلو پر ورتلو بندیز ولګوه.

اوس پاکستان هڅه کوي چې د کرکټ نړیواله شورا قانع کړي چې دغه هېواد ته نړیوالې لوبډلې واستوي. دا په داسې حال کې ده چې د همدې اونۍ په پیل کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ بورډونو موافقه وکړه چې د ۲۰ اورونو دوه دوستانه لوبې به په کابل او پاکستان کې کوي.

پر دې سربېره دواړو خواو وویل چې د کرکټ نورې سیالۍ به هم کوي، خو په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د کرکټ بورډ دا پرېکړه د خلکو له تند غبرګون سره مخامخ شوه.

له دغو نیوکو او انتقادونو وروسته د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل په خپل فیسبوک کې ولیکل چې له پاکستان سره یې کومه پرېکړه نه ده کړې او د خپلو خلکو د خوښې خلاف به کوم کار هم نه کوي.

Facebook Forum