شاته

افغانستان دې له پاکستان سره د کرکټ لوبې وکړي کنه؟

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لوبو له تړون وروسته په ټولنیزو رسنیو کې په دې اړه ډېرو خلکو انتقادونه وکړل، مګر د تړون ملاتړي هم شته.

د افغانستان او پاکستان د کرکټ بورډونو د شنبې په ورځ ( مۍ ۲۷) تړون وکړ چې د ۲۰ اورونو دوه دوستانه لوبې او نور سیریزونه به کوي. د تړون له مخې اوله شل اوریزه لوبه په کابل او دویمه به یې په پاکستان کې وي.

د افغانستان کرکټ بورډ دا یوه لویه لاس ته راوړنه بولي، مګر د دغو لوبو په اړه په ټولنیزو رسنیو کې د کرکټ د افغان مینوالو او فعالانو غبرګونونه بل ډول دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خاص ډول فیسبوک کې ډېرو خلکو له پاکستان سره د لوبې د نه کولو غوښتنه کړې ده. د امریکا غږ پښتو فیسبوک پاڼې کې هم اکثریت لوستونکو د افغانستان د کرکټ بورډ دغه پرېکړه غندلې ده.

د بيلګې په ډول بایر محمد لیکلي: " که له پاکستان سره دا لوبې وشي، له ولس سره به خیانت وي". بل لوستونکي احمد احمد لیکلي: "له پاکستان سره کرکټ نغواړو له پاکستان کرکه لرو".

خو ځینو نورو لوستونکو بیا ویلي چې باید دا لوبې وشي، کوثر هم له همدې ډلې دی، هغه موږ ته لیکلي: " باید لوبې وشي او موږ به یې ګټو. "

د امریکا غږ اشنا راډیو د یکشنبې په شپه په خپلې اونیزې سپورټي خپرونې کې له اورېدونکو وپوښتل چې هغوی په دې اړه څه فکر کوي؟ په لسو اورېدونکو کې اوو یې مخالفت وکړ او دریو یې وویل چې باید لوبې وشي.

کبیر احمد له خوست نه تیلیفون کړی و او وویل " له پاکستان سره هېڅ ډول لوبه نغواړو، پاکستان موږ سره په هېڅ برخه کې ښه نه کوي، نو باید لوبې دې هم ورسره ونشي". بل اورېدونکي جانان له کونړه زنګ وهلی و او وویل " له پاکستان سره نه لوبې غواړو نه دوستي، هغه هېڅلکه هم د افغانستان دوست نشي کېدی".

له هلمند نه بل اورېدونکي مبارز خروټي هم له دغو لوبو سره کلک مخالفت وکړ او وویل "موږ له پاکستان سره لوبې نغواړو، له پاکستان سره دې لوبې ورکې شي او د لوبو رنګ دې ورک شي، نه یې غواړو".

خو د دغو لوبو ملاتړي هم وو، یو هم ملک اکبر و چې له لوګر نه یې زنګ وهلی و. هغه وویل " پاکستان زموږ مسلمان او ګاونډی هېواد دی، باید چې لوبې دې ورسره وشي، لوبې لوبې دي، جنګ خو نه دی".

د فیسبوک غوغا

په فیسبوک کې هم د خلکو نظرونه مختلف دي، تر کومه ځایه چې ما د خلکو نظریات ولوستل تر ډېره د دغو لوبو سره مخالفت ډېر دی، دلیل یې هم همدا دی چې پاکستان په " افغانستان کې د وسله والو طالبانو او نورو اورپکو ډلو ننګه کوي او باید ورسره لوبې ونشي".

د ټولنیزو رسنیو فعال مجید قرار لیکلي: " د کرکټ ‌‌‌‌‌‌ډپلوماسي او په ټوله کې کلتوري ‌‌‌‌‌‌ډپلوماسي باید له عمومي ملي ‌‌‌‌‌‌‌‌ډپلوماسي سره همغږې وي. که هېواد له یو بل هېواد سره په اعلان شوې یا نا اعلان شوې جګړه کې طرف وي، د کرکټ یا بله هیڅ اداره حق نه لري په خپل سر اوسقالي وکړي او د یارانې تارونه دې وغځوي."

د کرکټ بورډ یو پخواني اجرایي رئیس حمید شینواري هم له دغه تړون او لوبو سره مخالفت کړی دی. هغه په خپل فیسبوک کې لیکلي " بدبختانه کرکټ د سیمیز سیاست ښکار شو. موږ اعظمي کوښښ کاوه چې کرکټ د هیواد دننه او دهمسایه هیوادونو مغرضو سیاستونو نه وژغورو، ولې بدبختانه د څه نه چې ویریدلو هغه وشو".

د ټولنیزو رسنیو بل فعال مشتاق رحیم بیا په دې اړه یوه لیکنه کړې، چې یو شمېر خلکو دا لیکنه په خپلو پاڼو کې هم خپره کړې ده.

هغه د خپلې لیکنې په یوې برخې کې لیکلې "د پاکستان سره ترسره شوي نوي تړونونه سر له سره د افغانستان په تاوان دي. هر هغه څوک چې وایي کرکټ او سیاست سره بیل دي نو یا خو بیخي ناپوه دي او یا هم ځان قصدا په ناپوهۍ وهي".

خو هاغسي چي وویل شول د دغې لوبې او تړون ځینې پلویان هم شته. د بېلګې په ډول سید هدایت لیکلي: "سپورټ او هنر سرحد نه لري سیاسي کول یې زیاتی دی."

په خپله د کرکټ بورډ یو چارواکي تاج ملوک علم په خپل فیسبوک کې لیکلي چې دا تړون د افغانستان په ګټه دی او پاکستان ته هم د دوی سفر د جمهوري ریاست له منظورۍ وروسته وشو.

د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل په پاکستان کې خبریالانو ته وویل چې باید سیاست او لوبې جلا وي. خو د پاکستان د کرکټ بورډ یو چارواکي نجم سیټي وویل غواړي د کرکټ له لارې له افغانستان سره خرابې اړیکې بیا ورغوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.