د اولمپيک سياليو څلورمه ورځ، امريکا د سرو زور څلور مډالونه وګټل
د برازيل په ريو دي جنيرو کې د ۲۰۱۶ روانو اولمپيک سياليو په څلورمه ورځ امريکايي لوبغاړو د سرو زرو څلور مډالونه وګټل دوی په ټوليز ډول ۲۶ مډالونه ګټلي او د جدول په سر کې ده.
د څلورمې ورځې سياليو ځانګړنه د اولمپيک په تاریخ کې تر ټولو ډېرو د سرو زرو مډالونو ګټوونکي امريکايي لوبغاړي مايکل فېلپس وه. ده په څلورمه ورځ دوه نور د سرو زور مډالونه هم وګټل.
نوموړي دغه مډالونه د ۲۰۰ متره پتنګ لامبو او څلور په ۲۰۰ مترو د شاتګ لامبو کې ترلاسه کړل.
د روانو اولمپيک سيالیو د مډالونو جدول دلته موندلئ شئ.مايکل فېلپس تراوسه په ريو اولمپيک سياليو کې د سرو زور درې مډالونه ګټلې، چې په اولمپيک سياليو يې د ټولو مډالونو شمېر ۲۵ ته لوړ کړ چې په دې ۲۱ د سرو زرو او دوه دوه د سپینو زرو مډالونه دي.
فلېلپس په دوه سوه متره پتنګ لامبو سيالۍ کې د جنوبي افريقا کی کلوس ته ماته ورکړه او د ۲۰۱۲ کال لندن اولمپیک سياليو د ماتې غچ يې هم ترې واخيست.
ده د ۴x ۲۰۰ لامبو سياليو کې د امريکا لپاره د سرو زرو مډال وګاته، بريتانيا لوبډلې په دغو سياليو کې د سرو زرو او جاپان د ژېړو مډال خپل کړ.
د اولمپيک د څلورمې ورځې سياليو کې امريکا د سرو زور درېيم مډال هم د لامبو په برخه کې هغه مهال وګاټه چې ښځينه لامبو وهونکې ګيټي ليډيکي د دو سوو مترو سيالۍ کې د سويډن ساره سوټروم ته ماته ورکړه.
په دغو سياليو کې ساره د سپينو زرو او د اسټراليا ايما ميکوين د ژېړو مډال په ګټلو وتوانېدلې.
د جمناسټک په سياليو کې ۱۹ کلنې امريکايۍ مېرمنې سمون يايلز روسۍ لوبغاړې ته ماته ورکړه او د سرو زور مډال يې ترلاسه کړ.
نوموړې د رومانيا له ناديه کومانيچي وروسته د جمناسټک تر ټولو مشهوره لوبغاړې بلل کېږی.
څلورمه ورځ د ټولو امريکايي لوبغاړو لپاره ښه ثابته نه شوه، د امريکا د ټېنس ستورې لوبغاړې سرينا ويليمزم د اوکريين الېنا سوېتولينا ته په درېيم پړاو کې ۶- ۴ او ۶- ۳ وبايلله.
د مډالونو په جدول کې دوهم ځای لرونکي چين د لوبو په څلورمه ورځ هم د سرو زور مډالونه وګټل.
چينايي لوبغاړي سنکرو نايزډ د ۱۰ متره غوټې وهللو سيالۍ کې له مډال ګټلو سره دا پنځم ځل دی چې خپل هېواد ته د د سرو زور مډال ګټي.
پردې سربېره د ۶۹ کیلوګرام د وزن پورته کولو سياليو کې د چين ۲۲ کلن شي زيهونګ په ټولييز ډول د ۳۵۲ کيلوګرامه وزن پورته کولو سره د سرو زور مډال وګاټه، دا د وزن پورته کولو په برخه کېد چين درېيم د سرو زور مډال دی.
د هنګري کانتکا هوسو د دوه سوه متره انفرادي لامبو سياليو کې په لومړي نمبر راغله او له دې سره يې د خپلو سرو زور د مډالونو شمېر هم درې کړ، د دې پر مټ هنګري د څلورو سرو زرو مډالونو په لرلو سره په څلورم نمبر دی.
بلخوا د ډګر هاکي لوبو کې هند لوبډلې ارجنټاين ته ۱- ۲ ماته ورکړه – تر دې وړاندې هند د جرمني په لاس ماته خوړلې وه.
د اولمپيک سياليو د څلورمې ورځې په پای ته رسېدو سره امريکا د سرو زور ۹ مډالونو په ګټلو سره تر ټولو مخکې ده، چين د سرو زور اتو مډالونو په لرلو سره په دوهم نمبر دی.
هنګري څلور د سرو زرو، يو د سپينو زرو او ژېړو د يوه مډال په ګټلو سره په درېيم ، اسټراليا څلورم او روسيه په پنځه نمبر ده.