پاکستان کې احمدي ډله وايي د عقیدې له امله وژل کېږي
په تېرو څو اوونیو کې په پاکستان کې د احمدي ټولنې ۳ غړي وژل شوي. دغه درې سره د پنجاب ایالت په بېلابېلو برخو کې وژل شوي.
فیصل اباد ته نژدې د ربوه په ښار کې د احمدیه ډلې مرکز دغسې پېښې له نژدې څاري او وایي دغه کسان ځکه وژل شوي چې دوی احمدیان ول.
پولیسو لا تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د دغو قضیو مسولیت اورپکو ډلو منلی او ادعا کوي چې هغوی یې پر عقیده وژلي.