BBC
 شاته

کابل: نجلۍ له هلک سره کانتینر کې مړه شوې

کانتینر د انځور حقوق .
Image caption ښايي د کانتینر دننه د اکسیجن کموالی د مړینې لامل وي.

د کابل پولیسو تایید کړې هغه پېغله نجلۍ چې یوه کانتینر کې له یوه ځوان هلک سره ننوتې وه مړه شوې او هلک کوما حالت کې دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي څېړنو مشر سالم الماس د یکشنبې په ورځ (غبرګولي ۷) بي بي سي ته وویل چې دوی " خوشګذرانۍ" لپاره کانتینر ته ننوتلې ول چې د وتلو لار پرې بنده شوې وه او د اکسیجن له کمښت سره مخ شوي ول.

دا چې په رښتیا د څه لپاره دغه هلک او نجلۍ کانتینر ته ننوتلې ول مالومه نه ده. پولیس وايي په دې اړه څېړنې روانې دي.

همدارنګه پولیس وايي د نجلۍ د مړينې په اړه هم څېړنې ترسره کوي چې د مخدره موادو یا الکول د کارولو شونتیا هم په کې راځي.

د دغه هلک او نجلۍ نوم نه دی اخیستل شوی خو ځینو سیمو ییزو رسنیو لیکلي چې هلک، د مشرانو جرګې د یوه غړي زوی دی.

پولیسو هلک روغتون ته لېږدولی دی.

د ۱۸ کلنې نجلۍ مړی بیا عدلي طب ته لېږدول شوی دی.

دغه پېښه د کابل ښار ختیځ کې د مکروریانو سیمه کې یوه کانتینر کې شوې.

په دغه سیمه کې ډېر کانتینرونه ګوښه اېښودل شوي. تر دې پخوا هم په کابل کې کانتینرونو کې د هلکانو او نجونو د سره نژدې کېدو خبرونه خپاره شوي ول.

د عاشقانه اړیکو درلودل د افغانستان په دودپاله ټولنه کې ګناه بلل کېږي او ترسره کوونکو ته قانوني جزا ورکول کېږي.