شاته

افغان حکومت: سږکال به یو میلیون افغان کډوال هیواد ته ستانه شي

په تېرو دوو کلونو کې دوه ملیون افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي او میشت دي، خو ددغو کډوالو ستنېدل څه اغیزې لري، حکومت او څېړونکي پدې باوري دي، چې ددغو کډوالو ستنېدل د افغانستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت اغیز لري او له ثبات سره هم مرسته کولی شي.

د څرخي پله په سیمه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د یو این ايچ سي ار د نغدي مرستو د ورکولو مرکز - پدې مرکز کې هره ورځ په لسګونو لارۍ د کډوالو له کډو بار له پاکستان ورته راځي.

د یو این ایچ سي ار پدغه مرکز کې هر یوه کډوال ته دوه سوه امریکايي ډالر ورکول کیږي، د سږني کال په لومړيو دوو میاشتو کې ۱۴۴ زرو نه زیات کډوال له پاکستان او ایران راستانه شوي دي.

شاه ولي له خپلې کورنۍ سره تازه افغانستان ته له پاکستان راستون شوی، دی وايي، خپله زوکړه یې په مهاجرت کې شوی، شاه ولي وايي، اوس به خپله لاس کې شته پانګه په افغانستان کې په کار لګوي.

راستون شوی کډوال شاه ولي وایي‪"تراوسه مې په پاکستان کې کار کوه، چې څومره سرمایه مې ګټله، کار روزګار به مو ټوله ګټه به مو تلله پاکستان ته، له دې وروسته مو اراده وکړه چې لاړ شو افغانستان ته امن راولو. کومه ګټه چې زمونږ ده هغه افغانستان کې تقسیم شي‪".

افغان حکومت سږ کال وړاندوینه کوي، چې ښايي یو ملیون کډوال به له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شي. خو ددومره شمېر کډوالو راستنېدل په سیاسي او اقتصادي وضعیت اغیزې لري.

د کډوالو چارو وزارت وايي، چې تېر کال د کډوالو له راستنېدو سره اووه ملیارده ډالر د افغانستان اقتصاد ته داخل شوي.

درې ملیارده له خلیجي هیوادونو، درې نور بیا له ایران اقتصادي کډوالو او یو ملیارد ډالر بیا هغه مرسته وه چې تېر کال نړیوالو له افغان کډالو سره په راستنېدو کې کړې ده. د سږ کال لپاره هم د ملیاردونو ډالرو اټکل ښيي.

د کډوالو وزارت وايي، نړیوال به سږ کال پنځه سوه ملیونه ډالره له کډوالو سره مرسته وکړي. کډوالو ته به په ۲۹ ولایتونو کې ۶۱ ښارګوټي جوړ کړي، ددې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل وايي، راستنېدونکو کډوالو سره به د کار په پیدا کولو کې هم مرستې وکړي.

د کابل ښار په ختیځ کې د ګوسفندرې دا سیمه دوه کاله وړاندې یوه بیدیا وه، خو اوس په کې د تېر او وړم کال په زرګونو راستنې شوې کورنۍ ژوند کوي، ددې سیمې ښارګوټی اباد شوی، ځای ځای کار لیدل کیږي او خلک پکې بوخت دي.

دا هم د غمي کورنۍ ده، تازه یې دا کور جوړ کړی. لا هم د کور په جوړولو بوخت دی. غمی وايي، شته ټوله لږه پانګه یې په همدې کور لګولې.

خو څېړونکي بیا وايي، حکومت به ددومره کډوالو د سمو راستنولو وړتیا ونه لري، څېړونکی وحید الله غازي خیل وايي، بې کاري زیاته ده خو بیا هم دا کډوال اقتصادي کډوال دي او اغیزې به ولري.

په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ میلادي کلونو کې له پاکستان او ایران شاوخوا دوه ملیونه ک‌ډ وال افغانستان ته ستانه شوي دي، ددغو کډوالو له ستنېدو سره په ټولنیز وضعیت کې هم له ورایه بدلون ښکاري.

Facebook Forum