د غور ولایت 'زهرا' ۲۵ ورځې وروسته کابل کې خاورو ته وسپارل شوه
هغه مېرمن چې د کورنۍ د ادعا له مخې یې د خسرګنۍ لخوا سوځول شوې او وروسته مړه شوې وه، نن کابل کې خاورو ته وسپارل شوه.
زهرا چې د غور اوسېدونکې وه له مړینې ۲۵ ورځې وروسته خاورو ته وسپارل شوه.
د دې کورنۍ وايي، د عدالت غوښتنې په موخه یې خاورو ته د هغې سپارل ځنډولي و.
دوی وايي اوس یې حکومت غوښتنې منلې او د زهرا په وژنې تورن کسان نیول شوي دي، ځکه دوی اعتراض پای ته ورساوه.
د زهرا کورنۍ ادعا درلوده چې هغه پېښه کې د هغې خسرګنۍ لاس درلود.
د 'زهرا لپاره د عدالت غوښتنې' په موخه د هغې کورنۍ او یو شمېر مدني فعالان کابل کې له ۲۴ ورځو راهیسې د احتجاج په توګه یوې خیمې کې یو ځای شوي وو.
مدني فعالې ویدا ساغري بي بي سي ته وویل، د زهرا خاوند، خسر او خواښې په دغه پېښه کې په لاس درلودلو تورن وو، چې وايي ۲ کسان یې نیول شوي او د خاوند د نیولو هڅې روانې دي.
زهرا په ۱۲ کالنۍ کې واده شوې وه. خاورو ته د هغې د سپارلو پر مهال ویناوالو په کم عمرۍ کې د نجونو په ودولو نیوکه وکړه.
د مېرمن ساغري په خبره تېرو دریو اونیو کې د ماشومانو ۱۰ ودونو مخنیوی شوی.
د زهرا لپاره عدالت غوښتونکي وايي، په ټول افغانستان کې په تېرو شاوخوا ۲۴ ورځو کې چې دوی د احتجاج لپاره خېمه کې وو، د ښځو د وژلو ۱۳ پېښې شوې، چې په وینا یې یوازې په غور ولایت کې دا ډول څلور پېښې رامنځته شوې دي.
مدني فعالانو له حکومته وغوښتل، چې له ښځو سره د زور زیاتي مخنیوي قانون پلي کېدو لپاره جدي اقدامات وکړي.