د اولمپيک سياليو درېيمه ورځ، برازيل د سرو زرو لومړی مډال وګاټه
د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو د درېيمې ورځې پای ته رسېدو سره د چين او امريکا د سرو زور د مډالونو شمېر برابر و، خو په ټوليز ډول امريکا د ۱۹ مډالونو په ګټولو سره په دوهمه ورځ هم د جدول په سر کې وه.
په دغو سياليو کې له دوو ورځو وروسته کوربه هېواد برازيل په دې وتوانېد چې د سرو زرو لومړی مډال وګټي.
د برازيل لپاره د سرو زرو مډال د ښځو ۵۷ کيلوګرام وزن کې رفيلا سلوا وګاټه، ويل کېږي نوموړې له وروسته پاتې سيمې څخه ده له دې امله يې دغه مډال يوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
د سياليو په درېيمه ورځ د لامبو په برخه کې د څلورو سياليو پايلوبې ترسره شوې.
د اولمپيک لوبو د مډالونو جدول دلته کتلئ شئ.هغې چينايۍ لامبووهونکې چې تېره ورځ يې د ۴۰۰ متره واټن لامبو سياليو کې د ژېړو مډال ګټلی و، بيا په ۲۰۰ متره واټن کې د سرو زرو مډال خپل کړ.
نوموړي دوې ورځې وړاندې د اسټراليا د سرو زرو مډال ګټونکی مکي هورټن ته "د منع شويو درملو کاروونکی درواغجن کس" بللی و چې چين يې بيا له امله بښنه وغوښته.
پر دې سربېره، د امريکا راين مرفي د نارينه وو په ۱۰۰ متره د شاتګ لامبو کې د سرو زرو مډال، د چين شوجياو د سپينو زرو او د امریکا ډېوېډ پلمر د ژېړو مډال ترلاسه کړ.
د ښځينه وو ۱۰۰ متره سينې تګ لامبو په سياليو کې د امريکا ليلي کېنګ د روسيې لامبووهونکي يوليا ايفيموواکو ته ماته ورکړه او د سرو زرو مډال يې خپل کړ.
۱۹ کلن کېنګ د لومړي ځل لپاره د اولمپيک سياليو کې برخه اخلي نوموړي په دغو سياليو کې نوی نړيوال ريکارډ ټينګ کړ.
ده ټاکل شوی واټن په ۰۱،۰۴،۹۳ ثانيو کې وواهه، روسي لامبووهونکي په ۰۱،۰۵،۰۵ ثانيو کې د سپينو زور او د امريکا کيټي مايلي د ژېړو مډال وګاټه.
د ښځينو د ۱۰۰ متره د شا لامبو سياليو کې د هنګري کټنکا د امريکا کيتهلین بيکر ته په ماتې ورکول سره د سرو زور مډال خپل کړل.
د نارينه وو د جمناسټک سياليو کې جاپان د سرو زرو مډال ترلاسه کړ، چې تېرو دوو اولمپيک سياليو کې چين ګټلی و.
د وزن پورته کولو په برخه کې د کولمبيا اسکر فيګيورا د نارینه وو په ۶۲ کيلو ګرامه وزن کې د سرو زور مډال وګاټه، په دغو سياليو کې اندونيزيا د سپينو زرو او قزاقستان د ژېړو مډال خپل کړ.
په اولمپيک سياليو کې د لومړي ځل لپاره د ښځينه و د رګبي سيالۍ ترسره شوې، چې اسټراليا لوبډلې نيوزيلنډ ته ۲۴- ۱۷ ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه. کاناډا، بريتانيا ته ماته ورکړه او د ژېړو مډال يې خپل کړ.
د چين غوټه وهونکي لن يو د سرو زرو مډالونو د خپلې مور او پلار په نوم کړل، ځکه دوی يې د تمرين لپاره خپل کور او سامان پلورلی و.
د جرمني هاکي لوبډلې هند ته د دوو ګولونو په توپير سره ماته ورکړه، تراوسه هم هند په هاکي سياليو کې د مډال ګټلو چانس لري.
د ايټاليا، نکولو کيمپرياني د ۱۰ متره واټن د بادي ټوپک نښه ويشتلو کې د سرو زرو مډال خپل کړ.
د درېيمې ورځې په پای ته رسېدو سره امریکا پنځه د سرو زرو، اووه د سپينو زرو او اووه د ژېړو مډالونو په ګټلو سره د لوبو د جدول په سر کې و.
چين د سرو او سپينو زرو د پنځو پنځو مډالونو په ګټلو سره په دوهم ځای کې دي، اسټراليا د سرو زرو څلورو مډالونو په ګټلو سره درېيم نمبر، اټاليا په څلورم او جاپان په پنځم نمبر ځای لري.