شاته

چین، پاکستان او افغانستان د ورېښمو پر نوې لار وغږېدل

د چین، پاکستان او افغانستان ترمنځ د عملي همکاریو درې اړخیزه غونډه د شنبې په ورځ ( مۍ ۲۷) د چین په بیجنیګ کې وشوه.

په اصل کې دا غونډه د ورېښمو د نوې لار د پیل شوې پروژې په اړه وه، چې یوه لار او یو کمر بند بلل کیږي. چین وايي د ورېښمو پر نوې لار به ۱۲۴ میلیارده ډالر لګوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویلي چې د دریو واړو هېوادونو استازو د همکاریو د لا زیاتوالي او ښه والي لپاره موافقه وکړه او په دې اړه یې خبرې وکړې.

دا د کابل، اسلام اباد او بیجینګ ترمنځ د خپل ډول لومړنۍ درې اړخیزه غونډه وه. چین د افغانستان په یو شمیر سترو پروژو کې لکه د لوگر په مس عینک کې پانگونه کړې ده

د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د "یو کمربند یوه لار" د نوښت یوه برخه ده چې په هغه کې د افغانستان له لارې د تاجکستان، ترکمنستان او د ایران د ختیځو سیمو سره د پاکستان نښلول هم شامل دي.

د لنډي کوتل نه جلال آباد او د چمن نه تر سپین بولدک پورې د اورگاډي د دوو پټلیو غزول، د پیښور نه کابل او له کندز نه تر منځنۍ اسیا پورې د دوو لویو لارو جوړول او همداشان د کوڼر د سیند پر سر د بریښنا د ستر بند آبادول د "یو کمربند یوه لار" نوښت سترې پروژې دي چې تمه ده په افغانستان کې پلې شي.

د اعلامیې له مخې چین او پاکستان هڅه کوي چې د بیا رغونې، انرژۍ، تعلیم، صحت، زراعت، بشري منابعو، ظرفیتونو د لوړولو او نورو برخو کې به له افغانستان سره مرستې کیږي.

په غونډه کې دا خبره هم وشوه چې د دغو هېوادونو ترمنځ ګډه همکاري به په افغانستان او سیمې کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته وکړي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې درې واړه هېوادونه د اقتصادي همکاریو او نورو برخو کې هم په ګډه کار کوي.

د دغه غونډې مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړي چارواکي منصور احمد خان کوله. خالد پاینده د افغانستان او ژیو کیان د چین نمایندګي کوله.

د چین ولسمشر شي جنپنگ د یوکمربند او یوسړک د پروژې په افتتاحیه غونډه کې ویلي وو چېدا به د سولې او سوکالۍ،ابتکار، او گڼو مدنیتونو د پیوستون سړک وي.