شاته

افغانستان د افغان ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ هرکلی کړی

افغان حکومت د ناټو په سرمشریزه کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه د کلک ملاتړ په برخه کې د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د څرګندونو هرکلی کړی دی.

د افغان حکومت د رسنیو د مرکز له خوا په یو بیان کې ویل شوي، چې دا حکومت د افغان امنیتي ځواکونوسره د مرستو د دوادم په هکله د ښاغلي سټولټنبرګ قوي ژمنو هرکلی کوي.

د ناټو په سرمشریزه کې د دغې ټولنې عمومي منشي ویلي چې افغان ځواکونواو په ځانګړي ډول د افغان ځانګړو ځواکونو د افغانستان د امنیتي وضعیت د کابو کولو په برخه کې په مسلکي ډول عمل کړی او زړورتیا یې ښودلې ده.

ښاغلي سټولټنبرګ ویلي " افغان ځواکونه په افغانستان کې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې په بریدونو کې ډیر موثر وو ".

د ناټو عمومي منشي د جګړې ډګرته د ناټو د ځواکونو د ورګډیدلو احتمال په کلکه رد کړی، خو ویلي دي چې ناټو به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي او که چیرې د نورو اضافي سرتیرو د لیږلو پریکړه وشي، نو نوي سرتیري به د روزنې او مشورې دغه ماموریت لا ګړندی او پیاوړی کړي.

هغه د افغان ځواکونو روزنه د تروریزم پر وړاندې یوه ډیره ښه وسله وګڼله.

په اوس وخت کې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ په ماموریت کې نږدې ۱۳۰۰۰ بهرني سرتیري چې زیات شمیر یې امریکایي دي په دنده بوخت دي.

ناټو وایي چې په دې هکله چې له دریو زرو څخه ترپنځه زرو پورې نور سرتیري به افغانستان ته واستوي لا غور کوي او ټاکل شوې چې په اړه یې پریکړه د یوې میاشتې په اوږدو کې وشي.

Facebook Forum