شاته

پاکستان او افغانستان د کرکټ سیالۍ کوي

ټاکل شوې چې افغانستان له پاکستان سره د ۲۰ اورونو دوه نړیوالې سیالۍ وکړي.

د پاکستان د کرکټ بورډ عمومي مشر شهریار خان له خپل افغان سیال عاطف مشعل سره په لاهور کې په یو خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه. شاید دا لوبې په را روانو دریو میاشتو کې وشي.

ښاغلي شهریار وویل چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د لوبو لړۍ هم پیلیږي، خو د دغو لوبو په اړه یې دقیق ځای او دقیقه نېټه ونه ښوده.

ښاغلي شهریار وویل " موږ توافق وکړ چې دوه د ۲۰ اورونو دوستانه لوبې وکړو، اوله به یې په کابل او دویمه به یې په پاکستان کې وي. موږ په دې هم توافق وکړ چې دواړه هېوادونه به د لوبو دوه اړخیزې لړۍ پيلوي. خو وخت یې ځکه لا معلوم نه دی چې پاکستان او افغانستان په لوبو بوخت دي، وروسته به یې وخت معلوم شي".

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر دا خبره هم وکړه چې د دواړو خواو ترمنځ د لوبو لړۍ به یا په پاکستان کې وي، یا په افغانستان او یا هم په شارجه کي وي. همدغه راز دواړو خواو پرېکړه وکړه چې د الف، ۱۹ او ۱۶ کلنو لوبډلو ترمنځ به هم د لوبو لړۍ پيلوي.

پاکستان د افغانستان د کرکټ بورډ د مشر په سفر کې دا پرېکړه هم شوې چې پاکستان به له افغانستان سره د روزونکو، لوبڅارانو، تحلیګرانو او د کرکټ په نورو تخنیکي برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ټېنګار کړ "باید لوبه او په خاص ډول کرکټ له سیاست څخه لېرې وساتل شي. دواړه هېوادونه خپلې ملي ګټي لري، خو لوبه باید سیاسي نشي".

دواړو خواو پاکستان ته د افغانستان د کرکټ بورډ د پلاوي سفر ډېر مهم او اغیزناک وباله. د دوی د کنفرانس ویډیو د پاکستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک باندې هم خپره شوې ده.

افغانستان او پاکستان دوه ګاونډیان دي، خو پاکستان په کرکټ کې تر افغانستان ډېر مخکې دی او دوه وارې نړیوال اتل شوی دی. ډېر افغان ځوانان چې اوس په ملي لوبډلې کې دي په پاکستان کې یې د کډوالۍ پر مهال کرکټ زده کړی دی.

افغانستان او پاکستان یو وارې یوه ورځنۍ نړیواله سیالي کړې ده چې هغه هم پاکستان کټلې ده، خو د الف او ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ یې ډېرې سیالۍ شوي دي.

که د پاکستان لوبډله کابل ته راشي دا به لومړنی نړیوال کرکټ ټیم وي چې افغانستان ته سفر کوي. د یادولو ده چې تېرکال ځیني پاکستاني لوبغاړو په کابل کې په شپږیزې کې ولوبېدل او سږکال هم ځیني پاکستاني لوبغاړي لوبیږي.

افغانستا د کرکټ د نړیوالې شورا د دویمې درجې هېواد دی، خو د اولې درجې ځینې هېوادونه یې مات کړي دي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.

     

Facebook Forum