شاته

سرچینې: ټیلرسن د روژه ماتې میلمستیا نه کوي

پرون د جمعې په ورځ ( مۍ ٢٦) د امریکا دوو چارواکو د نوم نه څرگندولو په شرط رویټرز ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د روژې د میاشت د درناوې په خاط‏ر د میلمستیا د مراسمو خواست رد کړی.

د امریکا دواړه سیاسي گوندونه دغه میلمستیا د شاوخوا ٢٠ کلونو راهیسې کوي. دا به د شلو کلونو په مودې کې لومړې ځل وي چې دغه میلمستیا ونشي.

د امریکا د جمهوري غوښتونکي او د دیموکرات گوند دواړه د ١٩٩٩ کال نه راپدیخوا د بهرنیو چارو د وزارت لخوا هر کال د روژه ماتې ډوډۍ او یا د کوچني اختر میلمستیا کوي.

د امریکا دوو تنو چارواکو ځکه د خپلو نومونه د څرگندولو نه ډډه کړې چې هغوي په دی هکله د مطبوعاتو سره د خبرو اجازه نه لري. دغو چارواکو وویل چې ټیلرسن د بهرنیو چارو د وزارت د مذهبي او نړیوالو اړیکو د دفتر هغه خواست رد کړ چې د کوچني اختر د لمانځنې د پاره یې ورته وړاندې کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د دغې پریکړې نه وروسته داسي بریښي چې سږ کال به دغه مراسم ترسره نشي.

مسلمانان د نړۍ په بیلا بیلو ملکونو کې د یکشنبې په ورځ روژه او عبادتونه شروع کوي.

کله چې رویټرز د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند نه د ټیلرسن د پریکړې په هکله وپوښتل نو هغه وویل "مونږ اوس هم د وړوکي اختر د مراسمو د لمانځنې لپاره لارې چارې لټوو. مونږ د امریکا سفیران هڅوو چې د بیلا بیلو فعالیتونو سره د روژې میاشت ولمانځي. دغه سفیران د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د روژې میاشت لمانځي."

مسلمانان فعالین د امریکا په ولسمشر ټرمپ تور لگوي چې د اسلام سره تبعیض کوي. هغوي وایي چې د هغه ملکونو په اتباعو، چې اکثریت یې مسلمانان دي، امریکا ته په سفر د بندیز کوښښ هم دا ښیی چې هغه د مسلمانانو سره تبعیضي چلند کوي.

د ټرمپ حکومت وایي جې هغوي د سختدریځه مسلمانانو ضد دي خو د اسلام سره څه مسئله نه لري.

Facebook Forum