شاته

یوناما: ښکیلې غاړې دې د روژې په میاشت کې جګړه ودروي

یوناما په افغانستان کې د جګړې له ښکیلوغاړو غوښتي، چې د روژې په میاشت کې د جګړو څخه لاس واخلي او پریږدې چې افغانان په سوله کې خپل دیني عبادت ترسره کړي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدلو له امله په یو پیغام کې چې د یوناما د دفتر له خوا خپور شوی ویلي چې راتلوونکي څو اونۍ به د افغانانو لپاره د عبادت، تفکر او پر هغو کسانو د شفقت د څرګندولو لپاره یو ځانګړی وخت وي، چې په افغانستان کې د اوږدې جګړې له امله زیانمن شوي دي.

ټاکل شوې د یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو په څیر په افغانستان کې هم سر له شنبې د ورځې د روژې د مبارکې میاشتې لملنځل پیل شي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي رئیس او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په دغه پیغام کې په جګړه کې له ښکیلو غاړو د روژې په میاشت کې له جګړو لاس په سرکیدلو غوښتنه هم کړې ده.

ښاغلي تدامیچي یاماموتو ویلي " زه هیله مند یم چې د روژې میاشت به د افغانستان د خلکو لپاره داسې یو فرصت برابر کړي، چې یو له بل سره نږدې شي او په سوله ایز ډول فاضلې لرې کړي، د دې له امله زه د جګړې پر ټولو ښکیلو غاړو غږ کوم، تر څو دیني مسوولیت ته درناوی وکړي او جګړه ودروي".

ښاغلي تدامیچي یاماموتو په دې پیغام کې د روژې د رارسیدلو له امله د افغانستان خلکو ته مبارکي هم ورکړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د روژې په میاشت کې د جګړې د درولو په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، چې افغان حکومت د سولې پلوی دی او په پشپړه توګه د سولې د هر حرکت ملاټړ کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې افغانستان یو اسلامي ملک دی او ټول قوانین یې د اسلام د دین په رڼا کې ترتیب شوي دي، که وسله مخالفین جګړه ودروي، نو افغان ځواکونه به هم د جګړې لاس واخلي.

جنرال وزیري وویل " د روژې مبارکه میاشت چې د برکتونو یوه ډکه میاشت ده، که چیرې وسله وال مخالفان له جګړې لاس واخلي، افغان امنیتي ځواکونه چمتو نه دي چې حتی یو ډز هم په افغانستان کې وګړي، په بشپړه توګه دا رعایتوي که هغوی دې اصل ته پابند اوسې ".

د افغان حکومت وسله والو مخالفانو تر اوسه د یوناما د رئیس دې غوښتنې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تیرو کلونوکې هغوی د ملګرو ملتونو دغسې غوښتنې بې ځوابه پریښي دي.

د افغانستان د چارو یو کارپوه نظر محمد مطمین امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تیر کال طالبانو د روژې په میاشت کې په خپلو بریدونو کې ډیر کموالی راوړی وو، چې د ښاغلي مطمین پر وینا د هغوی په بریدونو کې کموالی د افغان حکومت او د امریکا له خوا د طالبانو د کمزوري کیدو پرمعنی ګڼل شوی وو.

ښاغلي مطمین وویل "په هغه وخت کې افغان حکومت او امریکا داسې راپورونه خپاره کړل چې طالبان کمزوري شوي او د بریدونو توان نه لري، هیله ده چې دا ځل بیا طالبان بریدونه کم کړي او افغان حکومت هم بریدونه کم کړي تر څو د افغانانو وژل راکم شي".

په افغانستان کې هرکال د پسرلي او دوبي په موسمونو کې جګړې زور اخلي چې ورسره په جګړه کې د ښکیلو غاړو ته د سر د زیان سربیره ملکي افغانانو ته هم په کې د سر زیان رسیږي.

Facebook Forum