شاته

د سولې هڅو د همغږۍ لپاره په کابل کې نړیوال کنفرانس جوړیږي

افغان حکومت د سولې د هڅو د همغږۍ لپاره په کابل کې د ۲۱ هیوادونو او نړیوالو ادارو د استازو په ګډون د 'کابل پروسې' په نوم د جوزا میاشتې په ۱۶مه نیټه یو نړیوال کنفرانس جوړوي.

د افغانستان اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دې کنفرانس کې به د افغانستان د سولې د بهیر ټول اړخونه وڅیړل شي.

ښاغلي فیصل وویل "دې ناستې ته د کابل د پروسې نوم ورکول شوی دی، افغانستان د دې ناستې کوربه دی او بلان دی چې د جوزا د میاشتې یا غبرګولي د میاشتې په شپاړسمه چې د عیسوي میاشتې د جون له شپږمۍ سره سمون خوري جوړه شي".

د افغانستان حکومت وايي، د دغه کنفرانس د جوړیدو هدف د افغانستان د لانجې د سوله ایز هواري لپاره د بیلابیلو اړخونو د روانو هڅو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کول دي.

ښاغلي فیصل وویل "زمونږ هدف دادی چې هغه کوچني کوچني فعالیتونه یا هغه متفاوتې هڅې چې د نړۍ او د سیمې به هیوادونو کې د افغانستان د سولې په ارتباط ترسره شوي دي دا هڅې منسجمې شي، افغانستان د دې پروسې مالکیت په لاس کې واخلي او هرتلاش چې د افغانستان د سولې په خاطر باندې کیږي، هغه د افغانستان د حکومت په نوښت او مالکیت او رهبرۍ باندې وشي".

د افغانستان حکومت وایي دې کنفرانس کې به د پاکستان په ګډون د سیمې، منځني ختیځ، سعودي عربستان، چین او د امریکا د هیوادونو د استازو ترڅنګ د ملګرو ملتونو او اروپايی ټولنې استازي هم ګډون وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي چې افغان حکومت د دغه کنفرانس د جوړیدو لپاره په تیاریو بوخت دی..