شاته

د هند په بنگال کې د باچاخان په نوم پوهنتون جوړيږي

هند کې د ټول هند د پښتون جرگې مشرې میرمن یاسمین نگار خان وايي چې دوي د هند د کلتور وزیر ښاغلي مهیش شرما سره د ملاقات په وخت دا غوښتنه ورنه کړې چې باید په بنگال کې یو پوهنتون د آزادۍ د ستر مبارزه او مهاتماگاندهي د عدم تشدد د فلسفې ملگري خان عبدالغفار خان باچا خان په نوم یو یادگاري پوهنتون جوړ شي.

ماشومه یاسمین نگارخان د باچاخان سره څنگ کې ناسته ده.
ماشومه یاسمین نگارخان د باچاخان سره څنگ کې ناسته ده.

د امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې میرمن یاسمین نگار خان ویلي چې د هند د کلتور وزیر د دې وړاندیز سره موافقه ښودلې او ویلي چې د هند دولت د باچاخان په نوم د پوهنتون جوړولو ته حاضر دی او د پوهنتون دپاره د ځای او تعمیر د پیل په اړه به اړونده چارواکو سره مشورو نه پس فیصله کوي.

د هند د کلتور د وزیر سره د میرمن یاسمین نگار خان لیدنه نوي دهلي کې د باچاخان د زیږون د یو سل پینځویشتمې کلیزې په مهال شوې ده،په غونډه کې هند کې د افغانستان سفیر ښاغلي ډاکټر شېدا محمد ابدالي هم گډون درلودو.

یاسمین نگارخان د هند د کلتور وزیر او هند کې د افغانستان سفیر سره
یاسمین نگارخان د هند د کلتور وزیر او هند کې د افغانستان سفیر سره

میرمن یاسیمن نگار خان چې ځان د باچاخان لمسۍ هم یادوي او وايي چې د دې پلار خان لالا جان خان د باچا خان نیزدې ملگری وه او باچا خان ورته خپل زوی بللې و، او دې خپله هم ماشومتوب کې باچا خان سره ډیر نیزدې نه لیدلي.

هغه وايي چې بنگال کې د باچاخان په نوم د پوهنتون جوړولو مقصد د باچاخان د عدم تشدد فلسفې خورول دي ،ترڅو هغه افغان پښتانه ځوانان چې نورو ځایونو کې د تشدد درسونه اخلي ،دلته د امن او ښگڼې سبق زده کړي او ورسره د باچا خان نوم هم هند کې ژوندی پاتې شي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.