شاته

ټرمپ: له واتیکان وروسته نړیوالې سولې ته نور هم ژمن شوم

جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي دي چې د پاپ سره له کتنې وروسته په نړۍ کې د سولې د رامنځ ته کولو هڅو ته نور هم ژمن شوم.

ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د پاپ فرانسیس سره کتنه ورته د ژوند یو ستر ویاړ دی او هغه یې له بل هر وخت څخه د سولې رامنځ ته کیدو ژمن کړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د نړۍ د کاتولیکانو د مذهبي مشر پاپ فرانسیس سره د چارشنبې په ورځ په واتیکان کې وکتل او د تحایفو د تبادلې لرغونی دود یې هم پر ځای کړ.

د واتیکان د پاپ په ماڼۍ کې د پاپ فرانسیس سره د لومړنۍ لیدنې وروسته ښاغلي ټرمپ پاپ ته د مارتین لوترکینگ کتاب ډالۍ کړ او پاپ هم درې کتابونه او یو مدال چې د زیتون څانگه پکې کښل شوې او د پاپ په وینا د سولې نښه ده، د امریکا جمهور رئیس ته ورکړل.

دغه درې کتابونه چې پاپ جمهور رئیس ټرمپ ته ورکړي د کورنۍ او چاپیریال ساتنې په هکله دي. جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې دغه درې واړه کتابونه به ولولي چې پاپ لاس لیک کړي دي.

د نظر د مخکنیو اختلافونو سره سره پاپ او جمهور رئیس ټرمپ په څو تیرو ورځو کې په یو آواز ویلي دي چې مسلمان مشران باید په خپلو ټولنو کې د سخت دریځۍ پر ضد د مبارزې لپاره زیاته هڅه وکړي.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر وخت د مسلمانانو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ څرگندونو د پاپ له نظر سره جدي توپیر درلود. پاپ د ادیانو په ځانگړې توگه د مسلمانانو سره پر مفاهمې او دیالوگ ټینگار کوي او څو وارې یې ویلي دي چې "مسیحیان او مسلمانان وروڼه دي".

د اقلیم د بدلون په وړاندې د مبارزې او د اقتصادي مساوات د رامنځ ته کیدو په هکله هم د پاپ نظر د جمهور رئیس ټرمپ سره توپیر لري.

همداشان د لاتینې امریکا نه متحده ایالاتو ته د غیر قانوني مهاجرو د راتگ د مخنیوي په خاطر د مکسیکو سره په پوله د جمهور رئیس ټرمپ د دیوال جوړولو په طرحه پاپ فرانسیس سخت انتقادونه کړي دي او ویلي یې دي "هغه څوک چې د پل پر ځای دیوال جوړوي مسیحي نه دی"، ټرمپ د پاپ دا خبره "له شرمه ډکه" گڼلې ده.

ټاکل شوې چې د اروپا پر وخت نن د چارشنبې په وروستیو شیبو کې ښاغلی ټرمپ له ایټالیا نه بلجیم ته لاړ شي، چې د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې د شمالي اتلانتیک د تړون ناټو په سرمشریزه کې گډون وکړي.

ښاغلی ټرمپ به د جمعې په ورځ بیرته ایټالیا ته لاړ شي چې د هغه هیواد د سیسلي په ټاپو کې د می په ٢٦ او ٢٧ د جي ٧ هیوادونو په غونډه کې گډون وکړي.