شاته

برینن : روسیه یې خبرداره کړې وه چې په انتخاباتاتو کې مداخله و نکړي

د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې پخواني مشر جان برینن د سه شنبې په ورځ وویل چې هغه د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوری ریاست د انتخاباتو په وخت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مبارزې د ټیم او د مسکو ترمنځ د احتمالي اړیکو نښې نښانې لیدلې وی او روسیې ته یې خبردارې ورکړی و چې په انتخاباتو کې دی مداخله نه کوی.

برینن دغه تبصره په داسي وخت کې کړیده چې په واشنگټن کې د ایف بي آی د پخواني مشر جیمز کومي د دندې نه د لېرې کولو له کبله سیاسي بحثونه لا دوام لري. د ایف بي آی پخواني مشر کومي د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د ټرمپ د مبارزې د ټیم او د روسیې تر منځ د اړیکو په هکله تحقیقات شروع کړي وو.

د امریکا په ولسمشر ټرمپ باندې په دی وجه سخت انتقادونه کیږي چې د دغو تحقیقاتو په دوران کې یې کومي د دندې برطرفه کړ.

برینن چې د روان کال د جنورۍ په میاشت کې یې د سي آی اې د مشرۍ نه استعفی وکړه، وویل چې دا څرگنده شویده چې روسیې د امریکا په انتخاباتو کې د مداخلې کوښښ کاوه او هغه د روسیې استخباراتي ادارې ته خبردارې ورکړی و چې دا به د امریکا او روسیې اړیکې خرابې کړي.

د جنورۍ په میاشت کې د امریکا استخباراتي ادارو په روسیې تور ولگاوه چې دا هڅې یې کولې چې ښاغلی ټرمپ انتخابات وگټي ځکه یې د دیموکرات گوند د کاندیدې هیلري کلنټن ایمیلونه هیک یا غلا کړي وو.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په پرله پسې توگه دغه تورونه ردوي چې گوندې د هغه د انتخاباتي کمپاین ټیم د روسیې سره اړیکې لرلی خو په ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ لومړنۍ میاشتې د ایف بي آی په تحقیقاتو کې تیرې شوی . برینن د کانگرس استخباراتي کمیټې ته وویل "پکار ده چې دا هر چا ته څرگنده وي چې روسیې په ډیرې بېشرمۍ زمونږ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې مداخله کړیده. او په دی برسېره چې مونږ هغوي ته خبردارې ورکړ، هغوي بیا هم خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړه."

د جمهوری غوښتونکي گوند غړي ټری گاوډی د برینن نه وپوښتل "تاسو د ولسمشر ټرمپ او د روسیې د حکومت تر منځ د همکارۍ او کومې طوطیې د جوړولو څه ثبوت لرئ."

برینن د ښاغلي گاوډي د پوښتنې په ځواب کې وویل "ما داسی معلومات او استخبارات ولیدل چې پکار ده ایف بي آی د هغې تحقیقات کړی وی چې ایا د روسیې او د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي مبارزې د ډلې تر منځ اړېکي شته او کنه."

برینن د معلوماتو د تفصیل د څرگندولو نه ډډه وکړه او وی ویل چې دغه پټ او سري معلومات دي.

د یو بل خبر له مخې جمهوری غوښتونکي جان مکین د سه شنبې په ورځ د ملي استخباراتي ادارې د مشر ډان کوټس نه د واشنگټن پوسټ د ورځپاڼې د هغه رپورټ په هکله پوښتنه وکړه چې ولسمشر ټرمپ د کوټس او د ملي امنیت د مشر مایکل راجرز نه دا غوښتي و چې د روسیې سره د اړیکو په هکله د خلکو نظر بدلول غواړي.

ډان کوټس د جان مکین د پوښتنې ځواب ور نکړ خو وې ویل چې هغه د ولسمشر ټرمپ سره په ډیرو موضوعاتو خبرې کوي او زیاته یي کړه چې دا به مناسبه نه وي چې د هغه خبرې غلطې تعبیر شي.