شاته

ټرمپ: د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې کولو ته متعهد یم

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د فلسطین د خپلواکې ادارې له مشر محمود عباس سره په لیدنه کې ویلي چې اداره به یې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې لپاره زیات کوښښ وکړي.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د سه شنبی په ورځ (می ۲۳) د فلسطین د سولی د بهیر د بیا نوي کولو لپاره غږ وکړ. هغه وویل چې دی نیت لري په خپله وسه کې له هرڅه نه کار واخلي چی د فلس‍ْطین او اسرائیل سوله منځته راولي. جمهور رئیس ټرمپ دا خبرې په بیت الحم کې د محمود عباس سره په ېو خبرې کنفرانس کې وکړې.

محمودعباس په بیت الحم کې جمهور رئیس ټرمپ ته د ورتلو بلنه ورکړې وه
محمودعباس په بیت الحم کې جمهور رئیس ټرمپ ته د ورتلو بلنه ورکړې وه

د فلسطین مشرمحمود عباس داسی لیوالتیا څرگنده کړله چی دېته چمتو دی د جمهور رئیس ټرمپ سره په منځني ختیځ کې د سولې لپاره کار وکړي او د فلس‍طین دولت په هغو سیمو کې تاسیس کړي چی اسرائیلو نیمه پیړۍ پخوا نیولې دي. محمود عباس وویل "زموږ اساسي مشکل د اشغال او د ښارگوټو له جوړولوسره دی. اسرائیل پدې کې ناکامه شوی چې د فلسطين دولت په هغه بڼه وپیژني چی موږ پیژندلی دی. همدغه کار ددوه دولتونو د منځته راوستلو د حل لارې ته تاوان رسوي. دا مشکل زموږ او د یهودیت ترمنځ ندی، بلکه زموږ او داشغال ترمنځ دی. موږ د یهودو دین ته احترام لرو."

محمدو عباس جمهور رئیس ټرمپ ته وویل دا يي هیله ده چې په تاریخ کې ولیکل شي چی د متحدو ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د فلس‍طين او اسرائیل ترمنځ سوله منځته راوستله.

ښاغلي ټرمپ وویل چې عباس او بنیامین نتنیاهو دواړو ډاډ ورکړې چی چمتو دي د سولی لپاره په ښه نیت کار وکړي. جمهور رئیس ټرمپ د فلسطینیانو او محمود عباس نه مننه وکړه چې بیت الحم کې يي میلمه کړ او دا کار يي ځانته یو لوی درناوی وګڼو. ټرمپ وویل د بیت الحم ښار د نړۍ د ټولو خلکو لپاره د قدر وړ ښار دی.

ښاغلي ټرمپ وویل "ما له محمود عباس سره په واشنگټن کې هم ددې میاشتې په اولو ورځو کې په دې خبره بحث وکړ د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولی په موافقه کار کولو ته متعهد یم او دا نیت لرم چی په خپله وسه کې له هغو کسانو سره مرسته وکړم چی دا مقصد لاسته راولي."

ولسمشر ټرمپ له محمود عباس نه مننه وکړه چی په هغه سرمشریزه کې ېې برخه واخیستله او دیته متعهد دی چې د ترهگرۍ خلاف جگړه کې کوټلي او ضروري گامونه پورته کړي.