BBC
 شاته

کندهار کې د طالبانو برید لس افغان پوځيان وژلي

د ملي اردو سرتېري د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption دفاع وزارت ته وايي، سیمې ته تازه دمي سرتېري او د څېړنې لپاره یو پلاوی استول شوی

د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه مرکز د طالبانو د برید په پایله کې لس افغان پوځیان وژل شوي او نهه نور ټپیان دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، برید د ګڼو وسله والو مخالفینو له خوا شوی چې په ځوابي ډزو کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

کندهار کې ایرانی وګړی د 'جاسوسۍ' په تور نیول شوی

کندهار کې ناپېژاندو وسله والو یو دیني عالم وژلی

'د کندهار د والي اشپز طالبانو ته معلومات ورکول'

ښاغلی وزیري وایي، د وزارت او ۲۰۵ اتل قل اردو یو پلاوی له تازه دمه سرتېرو سره سیمې ته تللی دی چې حالت له نژدې وګوري:

"له بدغه مرغه تېره شپه په شاولي کوټ کې برید شوی و، چې برید کوونکو او مخالفانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او د دوی دوولس مړي هلته پاتې وو، له بدغه مرغه زموږ لس سرتېري هم وژل شوي او نهه ټپیان دي."

کندهار د افغانستان سوېل کې له نسبتاً نا امنه ولایتونو ګڼل کېږي.

څو ورځې وړاندې، د کندهار پولیسو وویل، یو ایرانی وګړی یې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

تر هغه وړاندې، د غويي پر ۱۷مه، کندهار کې نا پېژاندو وسله والو یو دیني عالم عبدالغفور پیروز په ډزو وواژه.