BBC
 شاته

اولمپیک کې د محجبې امریکایۍ لوبغاړې د سیالۍ هرکلی

ابتهاج محمد په ۱۲ کلنۍ کې سیالیو کې مسلکي لوری غوره کړ Image copyright AP
Image caption ابتهاج محمد په ۱۲ کلنۍ کې سیالیو کې مسلکي لوری غوره کړ

د امریکا د لوبو یوه کتونکي له امریکايي تورې وهونکې ابتهاج محمد وپوښتل، چې ایا غواړي خپل ځان والوځوي، ځکه چې حجاب یې مراعات کړی دی، خو نژدې دوه اونۍ وروسته د ابتهاج محمد دریځ د امریکا لومړۍ مېرمنې میشل اوباما ته په سیالیو کې یو درس ورکړ.

اوس ابتهاج پخپل ژوند کې له پرېکنده شېبې سره مخامخ ده، داسې چې لومړۍ حجاب لرونکې امریکایۍ په اولمپیک کې ګډون کوي.

ابتهاج محمد له بي بي سي سپورټ سره په مرکه کې وویل: "ددغه هېواد د تاریخ په دې بېشانه سیاسي فضا کې دا بې سابقې عمل دی چې یوه مسلمانه مېرمن دې د امریکا په لوبډله کې د اولمپیک سیالیو ته لاره ومومي".

+ د ریو ۲۰۱۶ اولمپیک سیالۍ

دا زیاتوي: "زه نېکبخته یم، ځکه چې د مسلمانې مېرمنې په تړاو د خلکو له دودیز ناسم پوهاوي سره مبارزه کوم. غواړم خلکو ته وښیم چې موږ نه یوازې په اولمپیکي لوبو کې د ګډون وړتیا لرو، بلکې په نړۍ کې تر ټولو قوي لوبډله (د امریکا لوبډله) کې لوبېږو".

Image caption د امریکا لومړي تورپوستی ولسمشر په اولمپیک سیالیو کې له لومړۍ مسلمانې ګډون کوونکې مېرمنې سره وکتل.

ګڼ په دې اند دي چې سیاست او لوبې یوه پېچلې ګډوله ده چې باید هېڅکله سره یوځای نه شي، خو ابتهاج ځکه ډېره خوشحاله ده چې په دواړو کې خپل نظر ښودل غواړي.

دا وايي: "دا چې موږ په یوه نړیواله ټولنه کې اوسېږو، باید د خپل هغه اوسني وضعیت د بدلولو لپاره ډېرې هڅې وکړو، چې هېڅ سم نه دی".

د مسلمانانو ناسم حالت لامل څه دی؟

د امریکا تورې وهونکې لوبغاړې په دې اند ده چې "د مسلمانانو په تړاو ناسم پوهاوی رامنځ ته شوی".

ابتهاج – چې په نیوجرسي کې زیږېدلي او لویه شوې ده، وايي "له دین نه ناسم پوهاوی، او دا چې بېلابېلې ټولنې د پرمختګ لپاره اړتیا ورته لري".

دا زیاتوي: "دا ستونزه له ډېر پخوا راهیسې دوام لري، خو ښکاري چې اوس وروستي برید ته رسېدلې ده. پوهېږئ چې د یوې امریکایۍ په توګه زه په لوبو کې لویه شوې یم، په یوه متوسطه کورنۍ کې. کله چې زه د یوه داسې چا په اړه فکر کوم چې د څښاک د پاکو اوبو او یا زده کړې له اړخه له موږ نه په ټیټه پوړۍ کې دي، باور مې دا وي چې لوبې او سپورت د انسان ژوند بدلولی شي".

Image caption فیزا شرکت د ابتهاج انځور پر خپلو سوداګریزو کارتونو چاپ کړ

نوموړي زیاتوي: "زه نه یوازې د مسلمان ځوان لپاره د الهام سرچینه ګرځېدای شم، بلکې د نورو هغو ماشومانو لپاره هم چې ویل کېږي بې وزلي او بې چاره دي. که وکړای شم ښځې لا ډېرې فعالې کړم، دا به زما لپاره یو مثبت کار وي".

د اولمپیک لپاره د چمتووالي پرمهالو رسنۍ د ابتهاج محمد تاریخي لاسته راوړنې ته ګوته په غاښ شوې.

همدا وو چې د "ټایم" مجلې نوموړې د ۲۰۱۶ کال د نړۍ له ډېرو اغېز لرونکو ښځو کې وګنله او "فیزا" شرکت یې انځور د خپلو سوداګریزو خبرتیاوو د کارتونو په سر کې چاپ کړ.

ابتهاج محمد په ۲۰۰۷/۲۰۰۸ کلونو کې د لوبغاړو لیست کې ۱۱۳ ځای خپل کړی و، چې سږ کال یې په ۳۰ عمر سره دا ځای اتمې شمېرې ته ورساوه.

کابو دوه کاله وړاندې یې په روسیه کې د نړیوالو سیالیو په درشل کې د امریکا لپاره د سرو زرو مډال وګاټه.

ابتهاج وویل: په اولمپیک کې سیالي کول مې هېڅکله په ذهن کې نه راتېرېدل، خو دا زما په ژوند کې یوه پرېکنده شېبه ده، زه ډېره تلوسه کې یم، نه یوازې دا چې د خپل ځان، کورنۍ او هېواد نوم لوړ کړم، بلکې په ټوله کې د مسلمانې ټولنې نوم هم اوچت کړم".

Image caption ابتهاج محمد کابو دوه کاله وړاندې په روسیه کې د نړیوالو سیالیو په درشل کې د امریکا لپاره د سرو زرو مډال وګاټه.

په بریتانیا کې تیریزا مې د حکومت لوړو پوړیو ته ورسېده، جرمني کې انګیلا میرکل مشره شوه، د امریکا ولسمشرۍ ته هیلري کلنټن سیالي کوي، په لوبو کې فاطمه سامورا د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د عمومي مشرۍ لپاره سیالي وکړه.

په سپورت او تورې وهلو کې ابتهاج په حجاب کې راڅرګنده شوه، هغې په دوولس کلنۍ کې لوبې پیل کړې.

په یوه داسې هېواد کې چې د وګړو شمېر یې نژدې ۳۲۴ میلیونو ته رسېږي او د مسلمانانو شمېر پکې یوازې یوسلنه دی، ابتهاج پخپلې عقیدې ټینګه ښکاري او حجاب ورته مهم دی.

خو ځینې وخت له یولړ ستونزو سره مخامخ شوې، په تېر اپریل میاشت کې د ټکساس په یوه سیالۍ کې ترې وغوښتل شول چې حجاب لیرې کړي، پر واټ یوه لاروي وپوښتل چې ایا ځان چووي!

Image copyright Twitter
Image caption ابتهاج محمد ویلي، حجاب ددې شخصي غوراوی دی نه دا چې چا ورباندې تپلی

د کوچني اختر په مناسبت یوځل سپینې ماڼۍ ته د مسلمانانو په ډله کې ورغوښتل شوې وه، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ټوکه کې ترې وپوښتل چې ایا اولمپیک سیالیو کې به یې حجاب پر اوږدو د فشار راوړلو سبب ونه ګرځي!

ابتهاج د اولمپیک سیالیو د سلو کلونو د تېرېدو د مراسمو پرمهال، نیویارک کې د امریکا ټاکنیزو سیالیو کې د امریکا لومړۍ مېرمنې میشل اوباما لپاره یو پند وګرځېده.

ابتهاج وايي: "حجاب زما د هویت یوه برخه ده، له شک پرته له خپل رب سره په اړیکه کې مرسته راسره کوي، دا زما شخصي اختیار دی، همداشان د انسان او د خدای ترمنځ یوډول تړاو هم دی".

دا زیاتوي: "ښځې، په تېره بیا په امریکا کې حجاب مراعاتولو ته نه اړایستل کېږي، خو دا یو زړه اراموونکی غوراوی دی چې ما خپله پرېکړه کړې ده".

Image copyright PA
Image caption ځینې پر دې اند دي چې د ابتهاج او د امریکا د وتلي سوکوهونکي محمد علي کلې ترمنځ ورته والی دا دی چې ابتهاج افریقا الاصله امریکایۍ ده او خپل سیاسي لیدلوری لري او په اولمپیک سیالیو کې د امریکا لپاره لوبېږي.

پر همدې مهال، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري پال ګوند پر نوماند ډونالډ ټرمپ ځکه نیوکې وشوې، چې د یوه وژل شوي امریکايي پوځي د مور په اړه یې څرګندونې کړې وې چې حجاب یې اغوستی و، ده ویلي وو چې د دیموکراټ ګوند په غونډه کې یې مېړه د خبرو پرمهال دې ته د څرګندونو اجازه ورنه کړه.

خو وروسته یادې مېرمنې ډونالډ ټرمپ وغانده.

ټرمپ د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ د بندیز لګولو غوښتنه هم کړې ده.

Image copyright Reuters

کله چې له ابتهاج وپوښتل شول، که ټرمپ ولسمشر شي او له مسلمانانو د وتلو غوښتنه وکړي، نو دا به چېرې ځي؟ ځواب یې دا و چې "نه پوهېږم".

ځینې پر دې اند دي چې د ابتهاج او د امریکا د وتلي سوکوهونکي محمد علي کلې ترمنځ ورته والی دا دی چې ابتهاج افریقا الاصله امریکایۍ ده او خپل سیاسي لیدلوری لري او په اولمپیک سیالیو کې د امریکا لپاره لوبېږي.

او محمد علي کلې له شک پرته د سوکوهنې یوه منل شوې څېره ګڼل کېده، چې څه موده وړاندې د ۷۴ کلونو په عمر ومړ.

Image copyright Twitter

دا زیاتوي: "محمد په ځان کې دا ځواک پیدا کړی و چې خپل نظر او زور ټولو ته وښيي او له وېرې پرته پخپل ژوند کې په صداقت سره ایمانداره و".

ابتهاج وايي: "که وکړای شم چې د محمد علي غوندې مشهوره شم او په لوبو کې د هغه په څېر یوه فعاله امریکایۍ شم، نو له شک پرته به زه منندویه او نېکبخته یم".

Image copyright Getty
Image caption ابتهاج د اولمپیک سیالیو د سلو کلونو د تېرېدو د مراسمو پرمهال، نیویارک کې د امریکا ټاکنیزو سیالیو کې د امریکا لومړۍ مېرمنې میشل اوباما لپاره یو پند وګرځېده.