شاته

روحاني وایی د ایران نه پرته په سیمه کې ثبات ناممکن دی

د ایران ولسمشر حسن روحاني د دوشنبې په ورځ ( مۍ ٢٢ ) وویل چې په منځني ختیځ کې د تهران د مرستې نه بغیر سوله او ثبات نشي ټینگیدلی. ښاغلي روحاني دغه خبرې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران په هکله د ورستیو څرگندونو په ځواب کې کړیدي.

ولسمشر ټرمپ سعودي عربستان ته د سفر په وخت کې د اسلامي ملکونو نه وغوښتل چې د ترهگرۍ په ضد د مبارزې لپاره متحد شي او ایران ته یې خبردارې ورکړ چې په منځني ختیځ کې د ټروزم ملاتړ او پالل بند کړي.

روحاني چې تیره اونۍ یې په ایران کې د ولسمشرۍ انتخابات وگټل، په سعودي کې د اسلامي ملکونو د مشرانو غونډه یوه نمائشي غونډه وبلله او ویې ویل "دغه غونډه هیڅ سیاسي اهمیت نلري او هیڅ تاثیر به ونه کړي." حسن روحاني یوه خبري کانفرنس ته وویل "دا به څوک ووایي چې په دې سیمه کې د ایران نه بغیر سوله راتلې شي."

د امریکا ولسمشر ټرمپ سعودي ته د سفر په وخت په ایران تور ولگاوه چې په عراق، یمن او لبنان کې ترهگرو ته وسلې ورکوي او مالي مرسته ورسره کوي. ټرمپ دا هم وویل چې ایران د سوریې په کورنۍ جگړې کې د بشار اسد د رژیم طرفداري کوي.

روحاني چې په ٢٠١٥ کال کې یې د ایران د اتومي وسلو په سر د امریکا د پخواني ولسمشر براک اوباما او د شپږو قدرتمندو هیوادونو سره یوه موافقه لاسلیک کړي وه، وویل چې د ټرمپ اداره د منځني ختیځ په هکله معلومات نلري.

روحاني وویل چې ایران د اسلامي دولت د ډلې د ختمولو کوښښ کوي او زیاته یې کړه چې امریکا او سعودی د ترهگرو ملاتړ کوي.

ایران او سعودي په سیمې کې د یو بل په ضد د وسله والو ډلو ملاتړ کوي. سعودي وایي چې ایران په یمن کې د هغه ملک د حکومت په ضد د جگړې لپاره حوثي یاغیانو ته وسلې ورکوي. دواړه خواوې په یمن، سوریې، عراق او لبنان کې د خپلو طرفدارانو سره ملاتړ کوي.