شاته

مسلمان زده کوونکي د تګزاس پر پولیسو او معارف دعوه کړې

د هغه مسلمان امریکايي زده کوونکي کورنۍ، چې په کور کې د یوه ساعت د جوړولو له کبله پولیسو نیولی و، د تکزاس د فدرال ادارې او د خپل ښوونځي پر ضد حقوقي دعوه کړې ده.

د ۱۴ کلن احمد محمد کورنۍ وايي د هغه په نیول کېدو سره د محمد مدني حقونه تر پښو لاندې شوي، د مرګ ګواښونه ورته شوي چې بلاخره مجبوره شول له متحدو ایالتونو څخه ووځي.

پولیسو محمد احمد د سپتمبر په میاشت کې د امریکا په دالاس ښار کې د آروینګ په انډیپنډینټ ښوونځي کې ونیوه او د لږ وخت لپاره یې توقیف کړ. هغه په کور کې یوه ساعت جوړ کړی و او ښوونځي ته یې وړی، چې خپلې ښوونکې ته یې وښي، خو ښوونکو شک وکړی و چې شاید محمد ساعتي بمب راوړی.

پولیسو له لږې شېبې وروسته هغه پرېښوده، خو هغه بیا هېڅکله هم ښوونځي ته نه ولاړ. د نوموړي وکیل د دوشنبې په ورځ دغه حقوقي دعوه ثبت کړه.

د نومبر په میاشت کې د هغه کورنۍ د ولسوالۍ له پولیسو څخه ۱۵ میلیونه ډالره تاوان وغوښته، خو د دغې ولسوالۍ د پولیسو ویاند، لیزلي ویفور د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي، چې څارنوال به دغه قضیه څيړي او پرېکړه به کوي.

د رویټرز خبري اژانس وايي محمد کورنۍ دعوه لري چې پولیسو هغه ځکه نیولی و چې مسلمان و، خو پولیس دا دعوه ردوي.

له دغې پېښې ورسته محمد ته په قطر کې تحصيلي بورس ورکړل شو او هغه هم قطر ته ولاړ.

د هغه کورنۍ دا خبره هم کوي، چې پولیسو محمد د امریکا د قانون خلاف او له کومې رسمي قضیې پرته نیولی دی. د هغه په دوسیه کې دا خبره ښکاره راغلې، چې ښوونځي او تعلیمي څانګې له محمد احمد سره توپیري چلند کړی، داسې چلند چې په امریکا کې مسلمانان او نور اقلیتونه منزوي کوي.