شاته

د امریکا د کانگرس په غونډې کې په پاکستان سختې نیوکې وشوې

د امریکا د کانگرس د بهرنیو چارو کمیټې پرون د سه شنبې په ورځ د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې او د سخت دریځۍ په هکله د پاکستان د رول په هکله یوه استماعیه غونډه جوړه کړه.

د دغې غونډې مشر سالمون د غونډې په پېل کې وویل چې امریکا د دوه زره یو کال د سپتمبر د یولسمې نه ورسته پاکستان ته په ملیونو امریکایي ډالره ورکړیدي او نن پنځلس کاله ورسته اوس هم د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارې د ټرورستي ادارو سره اړیکي لري او په دغې سیمې کې د امنیت د ټینگولو لپاره ډیر لږ اقدامات شوي دي. هغه زیاته کړه چې مونږ ته پکار ده چې د امریکا په هدفونو، توقعاتو او په مرستو ورکولو د سره نظر واچوو.

سالمون وویل "پاکستان ادعا کوي چې د ترهگرۍ په خلاف په جگړې کې زمونږ ملگرې هیواد دی. خو تاریخ ښیی چې پاکستان زمونږ نه مالي مرستي او وسلې تر لاسه کوي او بیا په دغو پېسو په سیمه کې زمونږ دپلوماتیکي هڅې ناکاموي. پاکستان ادعا کوي چې د ترهگرۍ خلاف جنگ کوي خو ډیر کارپوهان په دی باور دي چې پاکستان د ځینو ترهگرو ډلو په خلاف جنگ نه کوي. او په خاصه توگه دهغو ډلو په ضد چې دوي ترینه په هند او افغانستان کې د خپلو گټو لپاره کار اخلي."

ښاغلي سالمون د پاکستان په رول باندې د انتقاد په وخت دا هم وویل چې پاکستان د اسامه بن لادن په قضیه کې د امریکا ملگریتا نه وه کړي او تر اوسه پورې یې ډاکټر شکیل افریدی په بند کې ساتلې دی.

دغې غونډې ته یو بل ویناوال د کانگرس د بهرنیو چارو د کمیټې غړي ښاغلي شرمن وویل

"هغه خلک چې غواړي پاکستان ته دي مالي مرستې دوام ولري هغوي دي باید دیته قانع کونکی دلیل ولري. د پاکستان پخواني ولسمشر جنرال مشرف په خپله یوه مرکه کې ویلي دي چې پاکستان به د هغه ډلو ملاتړ ته دوام ورکوي چې په هند کې جنگیږي. پرته له دې چې مونږ د دی پوښتنې ځواب ورکړو چې ایا پاکستان د امریکا دوست دی که دښمن نو پکار ده چې مونږ هغه ملک ته مالي مرستې نه ورکوو چې مونږ پرې نه پوهیږو چې هغه زمونږ دوست دی که دښمن."

په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر زلمی خلیل زاد چې دغې غونډې ته د پاکستان په ضد د شاهد په توگه بلل شوې وو، د خپلې وینا په سر کې وویل چې د دوه زره یو کال د سپتمبر د یولسمې نیټې نه وروسته پاکستان په پېل کې د طالبانو په خلاف د امریکا سره مرسته کړیده او د القایدی ځیني مهم کسان یې هم نیولي دي خو کله چې د افغانستان په هکله د پاکستان په رول خبره وشي نو د هغه په قول پاکستان د ټرورزم مرسته کونکې هیواد دی. په دې کې هیڅ شک نشته چې د پاکستان پوځ او استخباراتي اداره آي ایس آي د حقاني شبکې ملاتړ کوي.

خلیل زاد د امریکا نه وغوښتل چې د پاکستان په خلاف دې اقدامات وکړي

هغه زیاته کړه "کله چې یو څوک غواړي بل کس د ناجایزه عمل نه منع کړي، نو ورته سزا ورکوي یا داسي څه کوي چې هغه ته مشکلات پیدا کړي. پکار ده چې مونږ پاکستان ته دا ووایو چې تاسو چې څه کوئ د هغې نه لاس واخلئ کنه مرستې به بندې شي."

په دې برسیره په دې غونډه کې نورو گډونوالو بل روگیو او ټیرسیا بیکن هم د پاکستان په منفي رول خپل نظر څرگند کړ.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار یوسفزۍ د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده