شاته

جمهور رئیس غني د ریاض په کنفرانس کې گډون کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سعودي عربستان د پایتخت ریاض په غونډه کې گډون وکړي چې اصلي هدف یې د سخت دریزۍ او ترهگرو ډلو پر ضد مبارزه ده.

د افغانستان د حکومت یوې منبع د نوم د نه ذکر کولو په شرط د ازادۍ رادیو ته ویلي دي، ښاغلی غني هڅه کوي چې "نړیوالو ته یو څرگند پیغام ورسوي چې ترهگري نه یواځې افغانستان ته گواښ دی بلکه هغه ټولې نړۍ ته یو خطر دی".

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د مالیې وزیر اکیل حکیمي د پنجشنبې په ورځ په ریاض کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د سولې د پروسې په اړه چې د ریاض له خوا تمویلیږي خبرې وکړې.

د سعودي عربستان حکومت د پنځوسو اسلامي هیوادونو مشران د ریاض کنفرانس ته بللي دي چې د افغانستان او پاکستان مشران په کې شامل دي.

‏جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ خپل لومړنی بهرنی سفر پیل کوي چې په پیل کې سعودي عربستان ته ځي او ټاکل شوې چې په ریاض کې به سترې غونډې ته وینا وکړي چې په کې به د څه دپاسه پنځوس عربي او اسلامي هیوادونو مشران گډون ولري.

د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار مک ماستر ویلي دي چې د "سخت دریځه اسلام" پر ضد مبارزه په ریاض کې د اسلامي هیوادونو د مشرانو سره د ښاغلي ټرمپ د لیدنې کتنې په لومړیتوبونو کې ده.

د ښاغلي ماستر په وینا ښاغلی ټرمپ به په خپله وینا کې خپلو مسلمانو متحدینو ته د خپلو ژمنو په څرگندولو کې هڅه وکړي چې اسلامي نړۍ د سخت دریځۍ او ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې متحده کړي.